د افغان ځواکونو په ملاتړ غږ / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

وروسته له هغې چې د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو له ځانګړو پولیسو شکایت وکړ، لار یې بنده کړه او د شپې دولس بجې یې بیړنۍ غونډه وکړه، د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شول.
افغان ملت اوس د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ارزښت پوهیږي، د وکیلانو پروړاندې د افغان ځواکونو څنګ کې ودریدل او وکیلان یې ملامت وبلل.
له دې پېښې یوه ورځ وروسته ننګرهار او هرات کې مدني فعالان سړکونو ته راووتل او اعتراض يې وکړ.
مدنی فعالانو زور واکي ختموو تر شعار لاندې سړکونو ته ووتل اود افغان ځواکونوپه ملاتړ یې شعارونه ورکول.
هرات کې ځوانان، سپين ږیري او میرمنو له افغان ځواکونو وغوښتل چې ملت یې تر شا دی او باید نور زور واکانو سره جدي او قانوني چلند وکړی.
ننګرهار کې هم مدني فعالانو د افغان ځواکونو چلند له وکیلانو او زور واکانو سره ستایلی او ټينګار یې کړی چې باید قانون د ټولو لپاره یو ډول پلی شي.
ټولنیزو رسنیو کې هم تراوسه وکیلان ملامت دي، تر شعار لاندې د خواله رسنیو چلوونکی افغان ځواکونه ستایي.
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د غیرقانوني وسلو او وسایطو د ټولولو په هدف خپلو ټولو قدمو ته امر کړی، څو په پلازمېنه او ټولو ولایتونو کې له غیرمسووله وسله والو غیر قانوني وسلې او وسایط ضبط کړي.
له تېرې ورځې راهیسې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتي ځواکونو سره یوځای د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د تلاشۍ تمځایونه جوړ کړي، چې په ترڅ کې ګڼ شمېر غیرقانوني او بې اسناده وسلې او وسایط ضبط کړي دي.
د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د تلاشۍ تمځایونو په لړ کې د ۱۴۳ تورو ښیښه لرونکو زرهي وسایطو ښیښې پاکې او ۳۱ عراده بې اسناده وسایط قید او ضبط شول.
ځانګړو ځواکونو له غیر مسووله وسله والو ۲۵ جوړې نظامي یونیفورم، یو پایه جمَر (د سېګنال شلوونکې آله) او ګڼ شمېر وسلې هم ضبط کړې دي.
کورنیو چارو وزارت له خپلو ټولو درنو هېوادوالو غواړي، څو د تورو ښیښه لرونکو وسایطو د پاکونې او غیرقانوني وسلو او وسایطو په ضبط کې له خپلو ملي پولیسو سره همکاري وکړي.
د غیرقانوني وسلو او وسایطو د ضبط او همداراز د تورو ښیښه لرونکو وسایطو د پاکونې لړۍ به په کابل او ټولو ولایتونو کې دوام لري.
دا کمپاین د ولس له پراخ هرکلي سره مخ دی او د دوام غوښتنه یې کوي.
دا چې ملي پولیس له خلکو سره زیاته مخه لري او یا د وکیل او زور واکي په اړیکه مقرر شوی او یا ترې متاثر دی، نو ځکه ملي پولیس نه توانیږي چې د دې خلکو مخه ونیسي.
ځانګړي ځواکونو ته دنده سپارل شوې چې ټول بې اسنادوموټر او بې اسناده وسلې راټولې کړي.
دا کار به مرسته وکړي چې د جرایمو ګراف راټیټ کړي، ځکه اکثره جرایم په تورو ښيښو موټرو کې کیږي.

Share this page to Telegram

Comments