د افغان ځواکونو په ملاتړ شعارونه

comments 0

1 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ ځوانانو د امنيتي ځواکونو ملاتړ په موخه په ديوالونو د هغوی د ستاينې شعارونه وليکل.
د ننګرهار ولایت مقام وايي، روداتو ولسوالۍ د اوو قریو ځوانانو، مدني فعالانو، د سپورت کمیټې او د قومي مشرانو له لوري د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د نهم کب امنيتي ځواکو ځانګړې ورځې په مناسبت په ديوالونو د هغوی ستاينې په موخه شعارونه وليکل.
د ځوانانو له خوا په دیوالونو باندې ( زما سرتیرې زما اتل، زموږ ملي امنیتي ځواکونه زموږ د نوامیسو ساتونکي دي، زموږ ملي اتلان افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه ) په عامه ځایونو کې وليکل شول.
خبرپاڼه لیکي، يادو ځوانانو وويل، چې د دوي د دغه ډول پیغامونو لیکلو څخه موخه د افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ او ترڅنګ یې د هغوی د قربانیو قدرداني کول دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments