د افغان ځواکونو ملاتړ پکار دی / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

افغان ځواکونه چې د هېواد او خلکو لپاره یې سرونه په لاسونو کې نیولي او هر ډول ګواښ یې په ځان منلی دی د دې خاورې او خلکو د ساتنې او هوساینې لپاره کار کوي.
له بده مرغه چې افغان ځواکونو پروړاندې ترهګرو او لنډه غرو او غلو لاس یو کړی او دا ځواکونه یې سخت مصروف ساتلي دی، خو له دې ټولو سره سره افغان ځواکونه شپه او ورځ زحمت وباسي چې ترهګر او لنډغر له پښو وغورځوي.
افغان ځواکونه له یوې خوا کورنیو ترهګرو، له بلې خوا د بهرنیو ترهګرو او له بلې خوا په کور دننه له غلو او ویلګردانو سره په مبارزه مصروف دي چې کارونه یې ورته زیات کړي دي.
زه په دې باور لرم که افغان ځواکونه له مافیا او لنډغرو وزګار شوی وی، ترهګرو ترې دوه ورځې هم په دې هېواد کې د ارام ساه نه شوه اخیستلی، خو دا چې افغان ځواکونه په لویو ښارونو کې له غلو او انسان تښتوونکو سره مصروف دي، ترهګرو باندې یې تمرکز کم کړی دی.
ترهګر او لنډغر د یو اس غوږونه دی، یواځې دومره فرق لري چې ترهګر له ښارونو لیرې پټنځایونو کې دي او نسبي خط یې مالوم دی، خو لنډغر بیا ښارونو کې اوسیږي او د ځینو چارواکو او مافیا ملاتړ له ځان سره لري.
خو اوس افغان ځواکونه لنډغرو ته د ترهګرو په نظر ګوري او له ترهګرو سره یې هیڅ ډول تفکیک نه کوي، هغه ډول چلند چې له ترهګرو سره کیږي، له لنډغرو سره به یې هم کوي.
کورنیو چارو وزارت توانیدلی چې تېرو څلور میاشتو کې ۴۰ لوی مجرمین چې ځانونه به یې له قانون لوړ ګڼل او فکر یې نه کو چې یوه ورځ به نیول کیږي، نیول شوي او دا مهال یې دوسیې په عدلي او قضایي ارګانونو کې دی.
کورنیو چارو وزارت په دې موده کې نږدې نهه سوه نور واړه او لوی غله نیولي چې ورسره سم د جرایمو ګراف نوي سلنه راټیټ شوی دي.
تازه کورنیو چارو وزارت حمید خراساني په نوم هغه مجرم نیولی چې ټول ثبوتونه او شواهد یې ځان ته خپله جوړ کړي او په ټولنیزو رسنیو یې خپاره کړی دي.
د ملي بیرغ سوځونه او سپکاوی، د ولسمشر په عکس ډزې کول، انسان تښتونه، په جرمونو اعتراف او ویاړ کول، قتل او وسله والې غلاوې یې خپله اعتراف کړی چې له قانون به تيښته و نه کړي.
افغان ځواکونو ملاتړ پکار دی، دا یو یو غل به نیسي او د قانون منګلو ته به یې سپاري، هیڅ کس له قانون زورور نه دی او هغوی چې ځان ورته زورور ښکاري، یوه ورځ به نیول کیږي او د یو یو جرم حساب به ورکوی.
افغان ځواکونو نه ستړي کیدونکي هڅې د دې لپاره دې چې ښاریان او ټول افغانان هوسا ژوند ولري.

Share this page to Telegram

Comments