د افغان ځواکونو لومړی بریا // نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

دوه میاشتې وشوې چې د ولسمشرۍ لپاره نوماندانو سیالي وکړې او د دې سیالیو او غونډو امنیت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډه نیولی و او هیڅ دښمن ته یې اجازه ور نه کړه چې خپل هدف ته ورسیږي او دا پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
که څه هم وحشي طالبانو کاپيسا کې د نوماند یوې غونډې ته نږدې ځانمرګی برید وکړ، خو نورو سیمو کې و نه توانیدل چې وینه توی کړی او افغان کشفي او استخباراتي مسوولین وتوانیدل چې د دښمن ټول پلانونه شنډ کړي.
تاسو به د تېرو دوه میاشتو په دوران کې اوریدلي او لیدلي وې چې افغان کشفي او استخباراتي ارګانونو یو شمېر داعش او طالبان ونیول چې بریدونه به یې پلان کول او ښارونو کې به یې د افغانانو وینه تویوله.
همدا د بریدونو له طراحانو وروسته د ډيرو بریدونو مخه ونیول شوه او دښمن هغه هدف کې بریالی نه شو چې د ټاکنو غونډو کې یې پر ګډونوالو د بریدونو ګواښ کړی و.
نږدې ټولو ولایتونو ته یو شمېر کاندیدان لاړل او خپله برنامه یې تر خلکو ورسوله، دا ټول د افغان ځواکونو برکت و چې کلک امنیتي تدابیر یې نیولي و او هغه پلان چې د ټاکنو لپاره یې جوړ کړی و په ښه شکل د تطبیق په حال کې دی.
تاسو ولیدل چې ذلیله دښمن څو څو ځله د بریدونو ګواښ وکړ چې ټاکنیزو غونډو کې به بریدونه وکړي، خو و مو لیدل چې افغان ځواکونو خپله میړانه وښودله او د بریدونو مخه یې ونیوله.
هر نوماند لپاره ځانګړی تدابیر نیول شوي و او هر ولایت ته به چې کوم نوماند تللو، امنیتي زمینه ورته برابره وه او تر هغې چې بیرته کابل ته رسیږي د افغان ځواکونو تر کلک څار لاندې و.
د ټاکنو لپاره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پلان په تر دې دمه په ډول پر مخ ځي او په خپلو ویاړلو ځواکونو باور ولرئ چې د ټاکنو دا پروسه به بریالی کوي.
اوس افغان ځواکونه تر بل هر وخت د دې وړتیا او امکانات لري چې د هېواد امنیت وساتي او ترهګرې دلې چې د طالبانو په ملاتړ جنګیږي، ماتې ورکړی، هیڅ افغان دښمنه ډله به بریالۍ نه شي چې د بهرنیو پروژې افغانستان کې تطبیق کړي.
طالبانو او نور ډلو د ټاکنو پروسې د ګډوډلو لپاره له بهرنیو استخباراتو په ځانګړي ډول له پاکستان زیاتې پيسې ترلاسه کړي خو افغان ځواکونه به اجازه ور نه کړي چې بهرنۍ پروژې دلته تطبیق شي.
له دې تول ډاډ سره اوس پر افغان ځواکونو باور وکړئ، تاسو د رایو صندقونو ته لاړ شئ، افغان ځواکونه شپه او ورځ ستاسو په خدمت کې دي چې ډاډمن امنیت منځ ته راشي او راغلی دي.
تاسو یواځې د دښمن په مخ کلکه څپيړه ورکړئ، په ټاکنو کې پراخه ګډون وکړئ او راتلونکي حکومت ته به خپله یوه رایه مشروعیت ورکړئ.

Share this page to Telegram

Comments