د افغان ځواکونو له خوا په سرپل ولایت باندې د طالبانو برید په شا وتمبول شو

comments 0

188 Views

هندوکش ــ سرپل: د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د سرپل ولایت په بغاوي سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې دطالبانو بریدونه بیرته په شا تمبول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې وسلوال طالبان هڅه کوي دسولې له مذاکراتو سره یوځای جګړه نوره هم زیاته کړي اوله همدې لارې سیاسي باج ترلاسه کړ ي.
امنیتي چاراواکي زیاتوي، چې افغان ځواکونه به هیڅ یوې وسلوالې ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې دخلکو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments