د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال هلمند ولایت کې ۵تنه طالب جنګیالي ووژل شول

comments 0

1 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو عملیات ترسره کړي دي،چې په ترڅ کې ۵تنه وسلوال طالبان وژل شويدي.
د هلمند والي ویاند عمرځواک له رسنیو سره په مرکه کې وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د ۵تنو وسلوالو طالبانو په وژل کیدو سربیره ګڼ شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments