د افغان ځواکونو بله بریا // نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

تاسو ولیدل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خلکو سره هغه ژمنه پوره کړه چې ویلي و ټاکنې به داسې ترسره کوي چې دښمن ته یو درس ورکړي.
د شنبې په ورځ د میزان په شپږمه دا ژمنه ټولو ته مالومه شوه، افغان ځواکونه وتوانیدل چې په ټول هېواد کې د ټاکنو د رای اچونې د مرکزونو امنیت خوندي کړي.
له ټاکنو وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ډاډ ځینو ته د قناعت وړ نه و، یا دا چې په خپلو ځواکونو یې باور نه درلوده او یا دا چې د ټاکنو ملي پروسه باندې یې بې باوري وه.
اوس ټولو ته جوته شوه چې افغان ځواکونو میړانه وکړه او د بهرنیو استخباراتو مزدورانو ته یې په مخ کلکه څپيړه ورکړه.
بهرنیو ترهګرو ډلو د ټاکنو پروسې د ګډوډولو لپاره له بهرنیو استخباراتو زیاتې پيسې او امکانات ترلاسه کړی و خو افغان ځواکونو اجازه ور نه کړه چې د ټاکنو امنیت سپوتاژ کړي.
دا سمه ده چې طالبانو نږدې سل بریدونه په بیلابیلو ولایتونو کړي، خو دا د طالبانو زوړ عادت دی او عادي ورځ باندې هم طالبان د جګړې د دوام لپاره دومره بریدونه کوي.
خو دا بریدونه له عادي ورځو سره په دومره توپير و چې طالبانو په کندز، غزني او هلمند ښارونو باندې توغندیز او راکټي بریدونه کړي او ملکي خلک یې ټپيآن کړي دي.
د طالبانو په توپونو او هاوانونو کې جي پي ایس نه دی نصب چې دقیق مرکزونه او دقیق ځایونه په نښه کړي، طالبانو یواځې د خلکو د ډارولو لپاره بریدونه وکړل او ملکي خلک یې ټپيآن کړل.
د مالوماتو له مخې تېره ورځ د طالبانو د هوان بریدونو کې نږدې سل کسان ټپيان دي چې تر درملني لاندې دي.
دا خلک په هغو بریدونو کې ټپيان شوي چې طالبانو په ښارونو کړي او هر ځای چې لګیدلي د خلکو کورونه یې وران کړي دي.
طالبانو په دې ډول بریدونو سره یواځې دا ښودله چې دوی د ټاکنو پروسه ګډوډوي او خلک وډار کړی.
خو خلکوطالبان ته په مخ داسې کلکه څپيړه ورکړه چې تر عمر به یې یاد ساتي، د مرمیو په باران او باروتو په لوګیو کې د رای اچونې تر مرکزونو لاړل او د راتلونکي ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ته یې خپله رای وکاروله.
دا ټولو ته مالومه ده چې افغان دښمنه هېوادونه هیڅکله نه غواړي چې افغانان خپله د ولسواکۍ اراده تمثیل کړي، په خپله رای باندې راتلونکی وټاکي، خو اوس افغان ځواکونو ثابته کړه چې نور به دا ملت نه ماتیږي.
افغان ځوکونو ثابته کړه چې هیڅ دښمن به نور و نه توانیږي چې د افغانانو سرنوشت وټاکي، افغانان به د جمهوریت د ساتلو لپاره رای ورکوي او افغان ځواکونه مسوول دي چې امنیت یې وساتي.
تر ټولو خوندوره دا چې ټولو افغانانو له افغان ځواکونو د امنیت له خاطره مننه کړې او دا ځواکونه یې نه ماتیدونکی بللي دی.
مړه دې وي د افغانانو دښمنان او ژوندي دې وي ویاړلي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه.

Share this page to Telegram

Comments