د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۱ بندیان ژغورل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د میوند قول اردو چارواکي وایې چې، د افغان ځانګړو ځواکونو په ترسره شویو ځانګړو عملیاتو کې ۴۱ بندیان له بنده خوشي شوي دي.
ولي محمد احمدزي د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان رسنیو ته وویل، یاد عملیات د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې ترسره شوي چې له امله یې ۴۱ تنه خوشي شوي دي.
سرچینه وايي، په ژغورل شویو بندیانو کې ۲۰ پولیس او نور ولسي وګړي دي.
طالب وسله والې ډلې رسنیو ته په استول شوي لیک کې ویلي چې یاد بندیان جنایي پیښو له امله نیول شوي وو.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply