د افغان پوځ پروړاندې د پاکستان جګړه/سید عبدالله پاچا

comments 0

2 Views

افغانستان کې د جګړې بنسټ همدا جوړوي چې پاکستان نه غواړي افغانستان یو منظم اردو، پولیس او ملي امنیت ځواکونه ولري.
له همدې کبله یې په جګړې تمرکز کړی او د دوام لپاره یې بیلابیلې لارو څخه کار اخلي.
پاکستان د افغانستان بربادۍ ته ځينې بې ضمیره او بې وجدانه په نوم افغانان استخدام کړي، امکانات ورکوي چې خپل ورور ووژني او وطن وران کړي.
پاکستان په دې رزالت کې نړۍ منلی چې ترهګري یې جامه ده، د ترهګرو مور ده او په هر ډول فریب سره کولی شي چې یو هېواد کې له اسلام ناسمه ګټه پورته کړي او ځان پرې هدف ته ورسوي.
دا لیک په زابل کې د افغان سرتېرو شهادت باندې لیکم
تاسو ولیدل چې ترهګرو طالبانو او د پاکستان رسمی ملیشو په زابل کې په یو ځل د ۲۲ سرتېرو جنازې پورته کړې،
اوس مالومه شوې چې د افغانستان جګړه نه عقیدوي ده، نه اسلامي ده او نه کومه بله جذبه ده، یواځې دا چې د پاکستان ګټو لپاره ځینې جاهل افغانان استخدام شوي او د هغه هېواد په قومنده باندې هر ځل هڅه کیږي چې جګړه دوام پيدا کړي.
تاسو ولیدل چې تېرو څو میاشتو کې افغان حکومت څومره حوصله وکړه، څومره قرباني یې د سولې لپاره ورکړه، د دې لپاره چې د سولې لپاره د باور فضا رامنځ ته شي او بلاخره جګړه پای ته ورسیږي.
ان تر دې چې ولسمشر غني د طالب بندیانو د خوشې کیدو فرمان ورکړ، دا فرمان مشروط په دې و چې طالب بندیان به په یو ځل نه خوشې کیږي او په تدریجي ډول به له یو تضمین سره خوشې کیږي.
افغان حکومت دا کار ځکه وکړ چې بیا ورته د ملت مخ وا نه وړي.
لکه د زابل د پېښې ځواب به حکومت خلکو ته څنګه ورکړي؟ طالب راپورته کیږي، افغان پوځ ډله ییز په شهادت رسوي، خو حکومت به د همدې ترهګرو بندیان چې په لویو قربانیو نیولي شوي، خوشې کوي.
طالبانو ولې دا کار وکړ؟
دا د دې لپاره چې پاکستان طالبان هم متحد نه دي ساتلي، ځینې ډلې به سوله کوي، ځینې به جګړې ته دوام ورکوي، ځینې به اوربند کوي، ځینې به تاوتریخوالی کموي او ځینې نور به هیڅ د جګړې بندیدل نه غواړي.
لامل دا دی چې که پاکستان د سولې په خبرو کې خپلو ګټو ته و نه رسیږي او فرمایشونه یې و نه منل شي، طالبانو ته اجازه نه ورکوي، چې د خپلې خوښې سوله وکړي.
تاسو اوریدلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ځل پر طالبانو غږ کړی چې له پاکستان څخه دې ځان خپلواک کړي، هغه هېواد کې خپلې شوراګانې له منځه یوسي او د ملت غږ دې واوري چې سوله غواړي.
نو تر هغې چې دا رزیل ترهګر او یوه ډله جاهل په نوم افغانان ژوندي وي، پاکستان حاضر دی چې په هر څومره تاوان باندې له دوی څخه کار واخلي او د جګړې لپاره امکانات ورته برابر کړی.
اوس له دې سره ثابت شوه چې له طالبانو سره سوله د جګړې پای نه دی او افغان حکومت دا اقدام او تدبیر د ستاینې دی چې بندیان یې ژر خوشې نه کړل.

Share this page to Telegram

Comments