د افغان وینه ترهګر ته هیڅ اهمیت نه لري / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

یوه مور، یو پلار اولادونه د زړه په وینو رالوی کړې، د ارمانونه نقشه یې جوړه کړي وي، خپل اولاد به څنګه روزي، څنګه زده کړې
به پرې کوي، څنګه به یې تربیه کوي او بیا به یې کومې برخې ته خدمت ته وړاندې کوي.
مور او پلار به د دې ارمانونو لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړي وي، چې نازولی یې هیڅ ډول درد و نه ویني، هیڅ ډول تحقیر نه
شي، و نه رټل شي، د دې لپاره چې سالم راشي او داسې اولاد ټولنې ته وړاندې کړي چې په ټولنه بار نه بلکي د ټولنې لپاره لارښود
شي.
خو یو وحشي صفته انسان چې په جهل کې رالوی شوی وي او سخت دریځۍ په سترګو ړوند کړی وي، په ځان پورې به چاودیدونکي
توکي وتړي، د جنت او حورو په حوس به د مسلمان وژنې لپاره یو داسې ځای ته ځان ورسوي چې هلته به د دې دنیا فرښتې ناستې
وي، له جهل د وتلو زده کړې به کوي چې یو روښانه راتلونکی ولري، دا ځناور صفته انسان په دې فکر تر دې ځایه ځان رسوي چې
جهاد!؟ وکړي.
د اوسنۍ جګړې داسې ماشومان قربانیان دي چې خدای پرې حق نه لري، ماشومان چې هیڅ پرې روژه، لمونځ نه دی فرض شوی، خدای یې
په خپل حق کې نه نیسي، خو یو ځناور د پردیو ګټو لپاره د حورو په حوس باندې ځان ته چاودنه ورکوي او لسګونه بې ګناه ماشومان
راشهیدان کوي.
دا ځناور چې په هیڅ دین مسلمان نه وي، د دې لپاره عامه ځایونو کې بریدونه کوي چې ګنې جنت به لاړ شي، دې ځناورو ته له ځان
پرته نور ټول خلک کفار!؟ ښکاري، دا خیرن ځناور چې خپله ژوند نه لري او یا له مور او پلار نه وي پيدا (ولد زنا وي) هیڅ ډول
انسانیت ته په ارزښت قانع نه دي، خپل اوکورنۍ ژوند نه لري، نورو باندې یې هم د انسانیت ژوند نه لوريږي.
دا چې په ځان پورې یې چاودیدونکي توکي تړلي او د ماشومانو تر یو ښوونیز مرکز، تفریح ځای او ګڼې ګوڼې ته ځان رسوي، تر دې بل پست انسان هغه دی چې د
ځناور تر دې ځایه رارسوي او لارښوونه ورته کوي، په دې به اعتراف وکړو چې دا کار نه یهود کوي او نه نصرانیان، دا کار د انسان
په جامه کې مسلمان! ځناور کوي چې په دې سره جنت ! وګټي.
خو له نیکه مرغه چې د دې ځناورو پروړاندې زموږ سرتېري شته، دا وحشي صفته ځناور (ځانمرګي) د انسان په وژنې او درد پسې
ګرځي، خو زموږ سرتېري شپه او ورځ بیداره دي چې دې ځناورو ته موقع ور نه کړي چې هدف ته ورسیږي.
که له یوې خوا د انسان په جامه کې ځناور د خلکو ژوند اخلي، له بلې خوا یو سرتېری چې شپه او ورځ د خلکو د هوساینې لپاره ویښ
دی، د پېښې ځای ته ځان رسوي، شهیدان تدفین کوي، ټپيان تر روغتون رسوي او هغوی چې روغ وي خوندي سیمو ته یې لیږي.
سرتېری سیمه کلابندوي چې د بل ممکنه برید مخه ونیسي، سرتېری خپله د کمربند په خوله کې ګواښ ته ولاړ وي او نه پریږدي چې
بل ځناور (ځانمرګی) هدف ته ورسیږي.
موږ ولیدل چې ډير کله په ډله ییزو بریدونو کې سرتېري له ځان تېر وي، خو هڅه یې دا وي چې د برید له سیمې یرغمل کسان
وباسي، دا پيښې بیخي ډیرې تکرار شوي چې سرتېرو خپل ځان قربان کړی، خو لسګونه ملکی کسان یې له ګواښ ژغورلي دي.
سرتېري لکه د وږې زمري د پېښو پر مهال په دښمن ورځي او نه یې پریږدي چې له ډيرو انسانانو ژوند واخلي، دا به د افغانانو
نیکمرغي وبولو چې خدای داسې سرتېري ورکړي چې د خلکو د ژوند ساتلو لپاره ځان قربانوي او دښمن نه پریږدي چې د اوږدې
مودې لپاره زیات وخت د خلکو په وژنه تېر کړي.
افغانستان کې د اکثره بریدونو او چاودنو قربانیان تنکي ماشومان دي چې د خدای پرې هم حق نشته، خو سخت دریځي د دې لپاره دا کار کوي چې
انسان په ژوند کې تنګ کړي او د پردیو د ګټو لپاره له نورو انسانانو ژوند واخلي.

Share this page to Telegram

Comments