د افغان ولس یوازنې غوښتنه سوله ده / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

د اسلام مقدس دین هغه ټولنیز دین دی چې د انسانانو تر منځ یې په سوله ییز ژوند کلکه سپارښتنه کړی، د انسان وینه یې دومره ارزښتناکه بللي چې په قرآن عظیم الشان کې په وار وار په دې اړوند یادونه شوي، ترڅو یو انسان د بل انسان ویني ته درناوی وکړي خو په خواشیني سره چې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې د څو لسیزو راهیسي د جګړي او ورور وژني دسیسي د پردیو له لوري په لاره اچول شوي او په ترڅ کې زمونږ په لکونو هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
دا یو څرګند حقیقت دی چې افغانان د جګړي او ورور وژني پلویان ندي بلکې نور دي چې د خپلو ناوړو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې دغه شومه پدیده( جګړه) پر افغانانو تحمیل کړی او د ناوړو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره یې د ځینو خرڅ شوو او ناپوهه کړیو څخه د ځان په ګټه کار اخیستی او دې ته یې مامور کړي تر څو خپل ولس او هیواد دهغوي په لاس د تباهۍ په لور بوځي، خو الحمدالله چې اوس مهال زمونږ ولس ته هر څه روښانه او بربنډ شوي دي او د خپل هیواد او د مظلوم ولس دښمنان یې په ښه توګه پیژندلي، همدا وجه ده چې دهیواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو کرکه او نفرت د ترهګرو او د هغوي د بهرنیو ملاتړ کوونکو پر وړاندې لا پسې زور اخلي او په دي هڅه کې دي تر څو د خپلو سیمو نه ترهګر او ولس دښمنان ورک او خپل خلک د هغوي له شر او زیان څخه د تل لپاره وژغوري، دا ځکه چې افغان ولس نور نه غواړي تر څو هیواد او ولس یې یو ځل بیا د جنګ او جګړي قرباني شي.
د افغانستان ملي یووالي حکومت تل د سولې پیغام مخالفینو ته اورولی، چې په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د زلمي خلیلزاد په استازیتوب په افغانستان کې د سولې د ټیکاو په موخه خبري اترې ګرمي شوي او د پاکستان او عربستان سعودي په ګدون یې ځینو هیوادونو ته جلا جلا سفرونه هم درلودل، تر څو وکولاشي هغه هیوادونه چې په وسلوالو ډلو په ځانګړي توګه پر طالبانو باندې اغیزه لري دي ته وهڅوي تر څو طالبان د سولې خبرو اترو ته چمتو کړي. خو بدبختانه چې د دوي لخوا هیڅکله هم زمونږ د کړیدلي ولس او نړیوالو د سولې پیغام ته مثبت ځواب ندی ورکړل شوي او تل یې په انفجار او انتحار ځواب ورکړی، چې ښې بیلګې په دې وروستیو کې د پارلماني ټاکنو پر مهال د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې برویدونه ول. له دې نه دا څرګندیږي چې طالب ترهګره ډله او د هغوي بهرني ملاتړکوونکي هیڅکله هم په افغانستان کې سولي او پرمختګ ته لیواله ندي، بلکې هغوي انسان وژنه د ژوند برخه ګرځولي ده.
د ترهګرو ډلو جنایاتو ته په کتلو سره اوس پر مونږ لازمه ده تر څو خپل هیواد او ولس نور د دغو انسان وژنکو ډلو له ناخوالو او ظلمونو څخه د ژغورلو په موخه او په خپلو سیمو کې د یو تل پاتي سولې او ثبات د ټنګښټ په موخه له خپلو امنیتي او دفاعی ځواکونو څخه پراخ ملاتړ وکړو او هر هغه څوک چې غواړي زمونږ سیمي او بانډي نا امنه او زمونږ د مظلوم او کړیدلي ولس سولییز ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي غاښ ماتونکي ځواب ورکړو، تر څو مو خپل ولس او کورنۍ د دغو ترهګرو اوانسان وژنکو ډلو له شر او فتني څخه په امن او د هیواد د بیارغاونې او سمسورتیا لپاره مو زمینه برابره شي.

Share this page to Telegram

Comments