د افغان هوايي ځواک لپاره قرارداد لاسلیک شو

comments 0

7 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا هوايي ځواک له اوربیټل اې ټي کې (Orbital ATK) کمپنۍ څخه د افغانستان لپاره د (AC-208) څارونکو الوتکو قرارداد لاسلیک کړ.
دغه قرارداد چې ټولیز ارزښت یې شپږ اتیا میلیونه او څلور سوه زره ډالر دی، د دوه زره نولسم کال د جون تر نهم به یادې الوتکې افغان هوايي ځواک ته وسپاري.
ددغو الوتکو د شمیر په اړه څه نه دي ویل شوي خو د امریکا هوايي ځواک د روان کال په جنوري میاشت کې ویلي وو چې دوی غواړي افغان هوايي ځواک لپاره اوه څاروونکې الوتکې راونیسي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments