د افغان فوټسال لوبډلې آسیایي سیالیو کې مالډیف ته ماته ورکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – ترکمنستان: آسیایې سیالې چې ترکمنستان یې کوربه توب کوي افغانستان تر څنګ ټولو آسیایې هیوادو او بیلابیلو رشتو کې لوبغاړو ونډه اخیستي چې تیر په پرتله د ستایلو وړ ده.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ترکمنستان د سالون دننه اسیايي سیالیو په پنځم پړوا کې وتوانیده، د ۶ ګولونو په وهلو سره مالدیف ته ماته ورکړه.
د دغو سیالیو بله لوبه نن چهار شنبه افغانستان د هند له ایالتي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته وځي.
د فوټسال افغان ملي لوبډلې تر دې مخکې چین ته هم ۶ د ۱ پر وړاندې ماته ورکړې وه.
دغه راز د ترکمنستان په کوربه توب د پنځم پړاو سالون دننه اسیايي سیالیو په درېيمه ورځ سې شنبه د تکواندو، سنوکر، اتلتیک، موی تای او کورش د برخې لوبغاړي، د خپلو سیالانو پر وړاندې لوبیدلي دي.
ولیدل شي افغان فوتسال لوبډله د اسیاسي سیالیو په لړ کې د هند ایالتي لوبډلې ته ماته ورکوې شي او که نه.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply