د افغان فلم پر مشهورې فلمي لوبغاړې صبا سحر چا وسله واله حمله کړې؟

comments 0

1 Views

د افغان سېنما پر مشهورې فلمي لوبغاړې صبا سحر وسلواله حمله شوې.
د صباسحر د کورنۍ غړي وايي چې دا د کور څخه د خپلې دندې پر لور روانه وه چې څو وسلوالو ورباندي د کابل ښار د نوي کارتې په سيمه کې حمله کړې او زخمي کړې يې ده.
د صبا سحر د کورنۍ غړي وايي چې نوموړي ته څو ځلې وسله والو طالبانو اخطار ور کړی و، په افغان سیمنا کې خپله دنده پرېږدي.
صبا سحر د کابل اوسېدونکې ده چې د فلمي لوبغاړې ده.
دا د “صبا فلم” بنسټ ايښودونکې ده چې د خپلې کمپنۍ له لارې يې ۳ ځانګړي فلمونه هم نندارې ته وړاندې کړيدي.
۴۴ کلنه سحر د هغو هنرمندانو له ډلې څخه ده چې په افغان سېنما کې يې نوښت راويستلی، دې په “قانون” فلم کې د مرکزي رول ترڅنګ د لارښودې رول هم اجرا کړی.
د افغان فلم رئيسې صحرا کريمي او د بخښنې نړيوال سازمان پر صباسحر د طالبانو حمله غندلې.

Share this page to Telegram

Comments