د افغان غالیو صادرات زیات شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: که د قالینو صنعتي پارکونو، د ځمکو او برښنا ستونزې حل شي نړیوال مارکیټ کې به د افغان غالیو کچه لوړه شي.
سوداګرۍ او صنایعو خونه وایې، افغان غالیو کې د ګاونډیو هیوادونو د درغلۍ مخه نیول شوې او اوس افغان غالۍ د افغانانو لخوا صادریږي.
د سوداګرۍ خونې مشر یونس مهمند وايي، پخوا به افغان غالۍ له ګاونډیو هېوادونو نړیوالو بازارونو ته د هغوی په نوم صادریدلې، خو اوس دا کچه راټیټه شوې ده.
سوداګرۍ خونه له دولت غواړي چې د غالیو د صنعت د پراختیا او صادرولو لپاره اړینه همکاري وکړي چې دا صنعت په نړۍ کې له ډير پرمختګ وکړي.
سوداګرۍ وزارت بیا د غالیو صنعتي پارکونو د رغنیزو چارو پرمختګ خبر ورکوي.
د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، په څو ولایتونو کې یې د غالیو لپاره د صنعتي پارکونو کار پيل کړی او په اساسي ډول به د دې ستونزې حل پيدا شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments