د افغان سولې پروسه کې پاکستان د خپلو ګټو په لټه کې دی

comments 0

3 Views

هندوکش ــــ کوېټه: د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای د سنبلې میاشتې په یوویشتمه د کوېټې د شیخ مولوي نظر محمد په مدرسه کې د طالب د عالمانو یوه غونډه را غوښتې وه او په بین الافغاني خبرو یې بحثونه وکړل.
سرچینه وايي چې د طالبانو عالمانو ته وویل شول چې د اړتیا په صورت کې د قطري طالبانو د پرېکړو د ننګولو لپاره خپله اماده ګي ونیسئ.
سرچینه وايي چې د دغسې غونډو په جوړولو سره پاکستان غواړي چې د افغان سولې په پروسه کې خپل ګټې خوندي کړي.
اخوا د طالبانو د چارو څارونکی رحیم الله یوسفزی وايي چې پاکستاني استخباراتو خپلې ټولې غوښتنې د قطر دفتر په مشرتابه او غړیو منلي خو که احیاناً دوی د ځینو غوښتنو څخه سر غړونه کوي ای اېس ای به پرېکړې په دغه طالب عالمانو وننګوي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments