د افغان سولې لپاره زلمي خلیلزاد دریو هېوادونو ته تازه سفرونه پیل کړي

comments 0

41 Views

هندوکش ـ کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپره ولو سره وايي، چې زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره اسلام اباد،ازبکستان او قطر هېوادونو ته پیل کړي دی.
د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د سولې د پرمختګ په هدف په سفرونه پیل کړي دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي، په دغه سفرونو کې به زلمي خلیلزاد په هغو ژمنو خبرې اترې وکړي،چې تر اوسه یې نه دي عملي شوي، په ځانګړي ډول د بین الافغاني خبرو پیل، د تاوتریخوالي کموالی او د بندیانو په خلاصون موضوع تر بخث لاندې ونیسې.
د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي، چې خلیلزاد به لومړی سفر دوحې ته،او له هغې وروسته به ازبکستان او اسلام اباد ته هم خپل سفرونه وکړي.
ازبکستان د افغان سولې په برخه کې خپلې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب ته حاضر دی.
په دې ورستیو کې افغان حکومت هم ویلي چې د ۵ زره طالب بندیانو خوشې کېدو ته چمتو دي؛ خو هغه طالب بندیان به نه خوشې کیږي چې په لویو بریدونو او چاودنو کې یې لاس درلود.
حکومت ویلي چې د خطرناکو طالب بندیانو پر ځای به نور طالب بندیان خوشې کړي.ځینو طالب سرچینو ویلي چې دا ډله به د څو سوه تنو په خاطر د سولې خبرې ونه ځنډوي. تمه ده چې د جولای تر نیمايي پورې د سولې خبرې په قطر کې پیل شي.له خلیلزاد سره په دې سفر کې د امریکا د نړیوالې پراختیا د مالي همکارۍ اجرايي رييس ادم بویهلر او یوه پلاوی ملګری دی.ټاکل شوې وه چې د مارچ په لسمه بین الافغاني خبرې پیل شي خو د اختلافاتو پر سر دا خبرې تراوسه نه دي شوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments