د افغان حکومت سیاست، دوه هېوادونه یو ځای کړل / منان توحیدیار

comments 0

0 Views

چین ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي سفر د هند او چین د بې باورۍ ځینې فضاګانې له منځه یوړې او په ځینو برخو کې یې هوکړه کړې چې له یو بل سره به همکاري کوي.
چین او هند د نظامي قدرتونو او سوداګرۍ د رقابتونو تر څنګ په ګډه پوله کې هم ستونزې لري او کله کله پر یو بل باندې تورنه لګوي او پر یو بل د بریدونو ګواښونه کوي، خو همدا اوونۍ د چین لومړی وزیر نریندرا مودي او د چین ولسمشر شي جینګ پینګ په پلازمېنه بیجنګ کې سره کیناستل او په ډیرو مواردو یې هوکړه وکړه.
د چین او هند له سفر وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر چین ته تللی و او هلته یې د سیمې په وضعیت، ګواښونو او ګډو ګټو باندې له چینایي چارواکو سره لیدنې کړې وې، ښاغلي اتمر چین په دې قانع کړی و چې افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه یې مسوولیت دی او باثباته افغانستان کې یې زیاتې ګټې خوندي کیږي.
همدا و چې د هند د لومړي وزیر له سفر سره سم چین او هند هوکړه وکړه، داسې هوکړه چې د افغانستان پکې خیر دی او د افغانستان د بنسټیزو کارونو تر څنګ په ثبات کې هم مرسته کولای شي.
هند چین ته ډاډ ورکړی چې د یو لار یو کمربند پروژه چې چین ورته میلیاردونه ډالر ځانګړي کړې او هڅه یې دا ده چې د افغانستان له لارې د نړۍ له نورو هېوادونو سره ونښلیږي، هند به ورسره تخنیکي او امنیتي مرسته کوي چې دا پروژه پرته له ننګونو پيل شي او کارونه یې بشپړ شي.
دغه راز هند چین ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان په شمال کې د نفتو او ګازو د کیندنې په برخه کې به هر ډول همکاري ورسره کوي او هغه ننګونې چې چین یې د پانګونې پروړاندې لري، هند به همکاري کوي چې ننګونې له مخې لیرې کړي او چین هېواد ته د کیندنې اسانه او ارزانه زمینه برابره شي.
هند به په لوګر کې د مسو عینکو کان کې له چین سره همکاري کوي او دغه راز په افغانستان کې چې د چین څومره پروژې دي، هند به د اړتیا په برخه کې همکاري ورسره کوي او هر هغه ګواښ چې د دې پروژو پروړاندې وې، هند به کار کوي چې له چین سره یو ځای ې له منځه یوسي.
چین بیا له هند سره ژمنه کړې چې د افغانستان برښنا بندونو کې به له هند سره تخنیکي، پوځي او مالي مرستې کوي چې د برښنا بندونو پروژې پرته له کوم خنډ او ځنډې بشپړې شي.
پر کونړ سیند برښنا بندونه او په افغانستان کې د هند نورې د بیارغونې پروژو کې به چین له هند سره د تخنیکي همکارۍ تر څنګ مالي مرسته هم کوي او د دې لپاره به د همغږۍ یوه ډله هم ولري چې کارونه په وخت او منسجم ډول مخ ته لاړ شي.
نو دا د افغانستان لپاره یو لوی زیری شو چې د دوه هېوادونه ګټې په افغانستان کې مشترکې شوې او دواړه هېوادونه به د یو بل له پروژو او یو بل له ګټو ساتنه کوي او هیڅ ځای به اجازه نه ورکوي چې سیمه بې ثباته شي او یا د پروژو پروړاندې خنډونه پیدا شي.
د سیمې په کچه د ولسمشر غني او ملي امنیت شورا سلاکار سیاستونه دا شول چې افغانستان یې ورته د پانګونې یو ښه مرکز وښود او په دې یې قانع کړل چې افغانستان کې ناامني د سیمې په زیان ده او باثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی.
افغان حکومت کار کوي چې افغانستان ټرانزیټ، سوداګري او پانګونه په داسې شکل ډیزاین کړي، چې هر هېواد پکې ځان وګوري او د جګړې رقابتونه په اقتصادي او د پانګونې په رقابتونو واوړي چې د افغانستان تر څنګ به پکې د دوست هېوادونو ګټې هم خوندي وي.
لږ نور انتظار پکار دی، افغانستان د ځمکې په داسې ځای کې موقعیت لري چې د هر هېواد لار به پرې جوړیږي.

Share this page to Telegram

Comments