د افغان حکومت رحم او د طالبانو برداشت/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

کلونه له طالبانو سره د جګړې شول او کلونه د طالبانو د ځپلو لپاره د مصلحتونو کار واخیستل شو، ډير داسې موارد شته چې طالبان یو ځای کې افغان ځواکونو محاصره کړي چې یا به وژل کیږي او یا به نیول کیږي، خو افغان ځواکونو لار ورکړې او له سیمې وتلي دي.
دا کار د دې لپاره شوی چې افغان حکومت پوهیږي چې طالب د پآکستان، ایران او روسيې په لمسون او امکاناتو باندې له افغان ځواکونو سره جګړه کوي او که ووژل شي، بیا یې هم کونډې او یتیمان همدې وطن او خلکو ته پاتې کیږي.
که افغان ځواکونو په طالبانو رحم نه وی کړی، نن به طالب دومره زړه ور نه و، ځکه طالب د افغان ځواکونو له رحم ناسم برداشت لري او فکر کوي چې افغان ځواکونه یا د دوی د وژلو او نیولو وړتیا نه لري او دوی دومره تکتیکونه لري چې له افغان ځواکونو ځان خلاصولی شي.
اوس افغان ځواکونه د څو کالو وړاندې ځواک نه دی چې یا د کمیت او یا د کیفیت له اړخه کمزوري و، اوس ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه ډير امکانات لري او کولای شي د افغانستان په هره سیمه او هر کور کې طالب په نخښه او له منځه یوسي.
افغان حکومت چې کلونه له طالبانو سره ګوزاره وکړه، د دې لپاره چې سولې ته به حاضر شي او نور به له جګړې لاس واخلي، هغه جګړه چې امکانات یې پردي او ګټه یې هم نورو هېوادونو ته ځي.
خو له دې ټولو سره طالبان جګړه له افغان ځواکونو او افغانانو سره کوي او د سولې خبرې بیا له امریکا سره غواړي، هغه هېواد چې اوس یواځې مرکزونو کې ناستي او د افغانانو د وژلو سیال کوي.
اوس چې طالبان له افغان لوري سره د سولې له خبرو یو ځل بیا تېښته وکړه، افغان ځواکونوته امر شوی چې هر ځای طالب په نخښه او له منځه یې یوسي.
تېرو دریو میاشتو کې له درې زرو زیات طالبان وژل شوي، همدومره کچه باندې ټپيان او له دې کم شمېر یې نیول شوي دي، دغه راز د ځآنګړو عملیاتو پرمهال د طالبانو د مهمو قومندانانو تر څنګ د داعش مهم کسان هم له منځه تللي دي.
اوس چې افغان ځواکونو پر طالبانو باندې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات پيل کړي، دا ډله یې سخته وارخطا کړې او زیات شمېر ملګري او مهم کسان یې له لاسه ورکړي دی.
د تعرضي عملیاتو سره یو ځآی بیا هم افغان ځواکونو عملیات زیات نه دي پراخه کړي او د طالبانو زیاتې سیمې شته چې عملیات پرې نه دي شوي او یا له دې خاطره پرې نه کیږي چې یوه ورځ به دا ډله سولې خبرو ته کیني.
افغان حکومت پوهیږي چې طالب تیرایستل شوی او پردۍ جګړه باندې خپل هېواد ورانوي او خپل هېوادوال وژني، خو طالب بیا برعکس پردۍ جګړې ته د جهاد نور ورکوي او خپل افغانان د غلامانو په نوم باندې وژني او وینه یې مباح الدم یادوي.

Share this page to Telegram

Comments