د افغان حکومت د ترهګریزو بریدونو د شنډولو په برخه کې تازه اقدامات

comments 0

2 Views

هندوکش ـ کابل: افغان حکومت په پام کې لري چې د ترهګریزو بريدونو د شنډلو لپاره په یو تازه اقدام کې د وسلوالو طالبانو یو شمېر مهم پټنځایونه په نښه او له منځه یې یوسي.
دا پرېکړه پرون د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د وسلوال پوځ اعلی سرقومندانۍ په غونډه کې شوې او د وسلوالو طالبانو د ځپلو لپاره د افغانستان په یو شمېر مهمو ولایتونو کې د ځانګړو ځواکونو په ځای پرځای کولو هم خبرې شوي دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: «په دې غونډه کې د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه بحث وشو او د دښمن د بریدونو د دفع او شنډولو په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځای پر ځای کولو خبرې وشوې»
د خبرپاڼې پر بنسټ، افغان ولسمشر هم له دوو ورځو راهیسې د جلا جلا ټلیفوني اړیکو له لارې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ملي اردو له مسوولینو او قومندانانو سره چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي، د خبرو لړۍ پیل کړې او په مستقیم ډول له هغوی څخه هره ورځ د امنیتي وضعیت راپورونه ترلاسه کوي.
دا په داسې حال دي چې په ورستيو کې په افغانستان کې د طالبانو پر لاس د تاوتريخوالي کچه يوځل بيا ډېره شوې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments