د افغان حاجیانو وروستۍ ډله کابل ته راورسېده

comments 0

17 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ مازیګر مهال د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د افغان حاجیانو د وروستي کاروان هرکلی وکړ.
د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وایي، سږ کال د ولسمشر په لارښوونه افغان حاجیانو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې وې.
ولسمشر غني افغان حاجیانو سره په خبرو کې وویل، ستاسو د دعاګانو او عبادتونو له برکته به په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات رامنځته شي.
اشرف غني وایي، په دې وروستیو څلورو کلونو کې د حج بهیر ښه پر مخ تللی، خو بیا هم د قناعت وړ نه دی او ځکه د افغا حاجیانو مخې ته راغلی څو له دوی واوري چې په دغه بهیر کې ستونزې څه دي او د حل لاره ورته پیدا کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments