د افغان او پاکستان لوړ پوړو امنیتي چارواکو ترمنځ غونډه جوړیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان : پاکستان ټودې ویب پاڼه لیکي چې، راتلونکې اونۍ د افغانستان او پاکستان د لوړ پوړو امنیتي چارواکو ترمنځ امنیتي غونډه جوړېږي.
د ویب پاڼې په حوال، په دغه غونډه کې به د افغانستان د پلاوي مشري د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب کوي.
په پاکستان کې افغان سفیر لطف الله مشعل ویلي یاده غونډه کې به تر ډېره امنیتي مسایل، همدا راز د کډوالو مسئله، دوه اړخیزه سوداګري، د خلکو ترمنځ د اړیکو جوړول او په سیمه کې د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه باندې خبرې وشي.
دده په خبره په دې غونډه کې به ددواړو لورو مهم امنیتي چارواکي برخه اخلي او هڅه به کوي د پاکستان افغانستان پر عمل پلان هم بحثونه ولري.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments