د افغان او ترکيې اړیکې پراخیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان او ترکیې ترمنځ تاریخي او سیاسي اړیکې هدفمند پړاو ته داخلیږي.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ترکیې د پوهنې له وزیر ایصمت ایلداز سره په کتنه کې ویلي، افغانستان کې د افغان ترک لېسو بېرته فعالیت د کابل ـ انقرې د ښو اړیکو ښکارندوي کوي.
د ترکیې د پوهنې وزیر ویلي هېواد يې د پوهنې په برخه کې له افغان حکومت سره مرستو ته ژمن دی او خپله همکاري به دوامدراه وساتي.
هغه ویلي د ترکیې پوهنې وزارت ته د افغان ترک لېسو انتقال به د درسونو کیفیت لوړ کړي او یو شمېر زده کوونکي به هم د لوړو زده کړو لپاره ترکیې ته بوځي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *