د افغان او اندونیزیايي علماوو پریکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ټاکل شوې چې په افغانستان او اندونیزیا کې د افغان جګړې په اړه فتواګانې صادرې شي چې د دواړو هېوادونو جګړې د قران او احادیثو په رڼا کې ناروا وبولي.
د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوقچون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان او اندونیزیا له علماوو سره په دې اړه خبرې شوې او هوکړې ته رسېدلي دي.
په کابل او جاکارتا کې د جوړېدونکو دغو کنفرانسونو لپاره کره نېټه نه ده اعلان شوې خو ډېر ژر به یې د سمبالولو چارې پیل شي.
په دغو کنفرانسونو کې به پر دې هم هوکړه وشي چې د ټولو اسلامي هېوادونو مفتيان او ديني عالمان په سعودي کې په يوه نړيواله غونډه کې سره جرګه شي او هلته هم د افغانستان د جګړې په اړه يوه ګډه فتوا ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply