د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې تیر میاشت ۲۲۲ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: په کندز کې امنیتي چارواکی ادعا کوي چې تیره میاشت په کندز کې د یو شمیر کورنیو او بهرنو قوماندانو په ګدون ۱۵۲ وسله وال وژلي او ۷۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د شمال ختيځ زون د پامير د ٢٠مې فرقې قوماندان بريد جنرال نورالله قادري وايي، د هېواد د شمال ختيځ زون ولايتونو په ځانګړي ډول کندز کې يو مياشتني عمليات ترسره شول چې په پايله کې يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړې زیاتوي، په دغو عملياتو کې د طالبانو مهمې اډې او يو شمېر موټرونه هم له منځه وړل شوي دي.
د نوموړي په وینا د کندز اوسنې امنیتي وضعیت ډیر ښه دې او خلکو هم څرګنده کړې چې اوسني امنيتي وضعيت ښه دې، خو له حکومته غواړي، ترڅو د ياد ولايت نورې سيمې هم له وسله والو مخالفينو پاکې کړي.
یاده دي وي چې افغان امنتي ځواکونو سږکال طالب او داعش ترهګرو ډلو ته د هیواد په بیلابیلو سیمو کې درنه مرګ ژوبلې اړولي دي چې له اله یې اوسمهال دغه ډلې افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د جنګیدو توان نلري.
خو طالب وسله وال بیاد د برید جنرال نورالله قادري څرګندونې رد کړي دي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *