د افغاني نارنج پلو تیارول

comments 0

0 Views

لازمي توکي
۱- اعلي وریجې ۳ پیمانې
۲- د پسه غوښه : یوه کیلو
۳- غوړي : د اړتیا په اندازه
۴- د نارنجو خلال ، د پستې او بادامو خلال د اړتیا په اندازه
۵- هیل
۶- مسالې
۷- رنگ شیرین د اړتیا په اندازه
۸- بوره ، دوه ګیلاسه
د پخولو طریقه
وریجې له مینځلو وروسته د ۱۰ ساعتونو لپاره په اوبو کې پرېږدئ
د نارنجو خلال هم ووینځئ او په اوبو کې یې پرې ږدئ
۳- پسته او بادام په سړو اوبو ووینځئ د لنډ مهال لپاره یې په حرارت کېږدئ وروسته یې پوستکي ایسته کړئ او خلال یې کړئ
غوښه له پیاز مالګې سره یخني کړئ
خلال له اوبو سره په حرارت کېږډئ دری یا څلور ځله یې اوبه بدلې کړئ هر ځل یې د خوټېدو تر پړاوه ورسوۍ دوه ګیلاسه بوره سره له رنګ شیرین په حرارت کېږدئ خلال پکې اضافه کړئ ویې خوټوئ
په بل لوښي کې مالګه په اوبو کې واچوئ جوش ورکړئ وروسته له نرم کېدو وریجې پکې اضافه کړئ مساله پرې واچوئ
وروسته له نیم ساعت بخار پلو تیار دی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply