د افغانستان 19 کلني کرکـټ لوبډلې خپل سیال (بنګلدیش) لوبډلې ماته ورکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – نیوزیلند: نیوزیلند کې میشته د افغان کرکت ۱۹ کلنې ټیم چې د ۱۹ كلنو د كركټ نړيوال جام سياليو ته چمتووالې نیسې په یوې لوبې کې د بنګلدیش ۱۹ کلنې کرکت لوبډلې ته یې ماته ورکړه.
لوبه چې د پچې په ګتلو سره پیل شوه دا د بنګله دېش لوبډلمشر وو چط د افغانستان ۱۹ کلنو ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه چې افغان لوبډلې په ۴۸ اعشاريه ۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۶ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه.
په افغان توپ وهونکو کې تر ټولو ډېرې ۸۱ منډې عظمت الله عمرزي او ۴۴ بهير شاه وکړې، خو د بنګله دېش د ۱۹ کلنو كركټ لوبډلې ياد هدف پوره نه شو کړای او ټوله لوبډله يې په ۴۱ اعشاريه ۴ اورونو کې په ۱۵۰ منډو وسوځېده.
دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله به خپله دويمه تمریناتي لوبه سبا له نمیبیا سره وکړي او ټاکل شوې د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ نړيوال جام سيالۍ درې ورځې وروسته پيل شي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *