د افغانستان په عوایدو کې تیر کال په پرتله زیاتوالې راغلې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د مالي وزات چارواکي وایې چې تیر کال په پرتله د عوایدو کچه لوړه شوې ده.
د یاد وزات چارواکي وایې چې، د روان کال په لومړيو ٦ مياشتو کې ملي عوايد ۷۶،۵ ميليارده افغانيو ته رسېدلي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله زیات والی ښیي.
ویل کیږي چې سږکال عوایدو کچه تیر کال په پرتله ۹،۷ سلنه زیاته شوې ده.
د مالیې وزارت مرستیال نجیب الله وردک وویل: دغه وزارت د ١٣٩٦مالي کال لپاره څه باندې ١٥٣ميليارده افغانۍ هدف ټاکلى دى.
نوموړې زیاته کړه: په عايداتي سرچينو کې د اصلاحاتو راوستل، د ماليې ورکولو د بهير آسانول، د عوايدو راټولولو سيستم
اصلاح ، مسلکي کار کوونکي ډیرول او د برېښنايي سيستم لګول هغه څه دي چې په روان مالي کال کې د عوايدو د زياتېدو لامل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تردي مخکې د مخابراتو او تکنالوژي وزارت هم ویلي وو چې تیلفوني تکس نه یې تراوسه ډیر عواید ترلاسه کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply