د افغانستان په جنوب کې ۶۸ وسله وال طالبان وژل شوي

comments 0

495 Views

هندوکش ــ کندهار: د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحی علوي سه شنبه وویل، چې د زابل په ميزانه، نوبهار او شاجوۍ ولسواليو کې د افغان امنیتي او نړيوالو ځواکونو په توپچي او هوايي بريدونو کې ۲۲ وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
علوي په خپلو خبرو کې ویلي، د دې ترڅنګ د اروزګان په دهراوت ولسوالۍ کې یو طالب وسله وال له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی.
همدا راز د کندهار ولایت د امنیه قوماندانی له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په تېرو درييو ورځو کې د کندهار په معروف او ارغستان ولسوالیو کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۴۸ وسله وال وژل شوي دي
روانه اوونۍ د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، ډونالډ ټرمپ ورته امر کړی د افغانستان دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد عملیات تېز کړي.
په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments