د افغانستان پرضد د مسکو هڅې غندو / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

مسکو پرون له افغانستان سره د سل کلنو اړیکو په پلمه د افغانستان دنظام پرضد د بل نظام د جوړولو په موخه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړه دا غونډه به نن هم دوام وکړي، مسکو دې ته ((د افغانستان او روسې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې)) نوم ورکړی دی!؟ حال دا چې په دې موده کې مسکو له یوې خوا او انګرېزان له بلې خوا د افغانستان په وړاندې دښمنۍ او افغان وژنو ته زور ورکړی او د افغانانو پاکه او سپېڅلې خاوره یې په څو ټوټو وېشلې ده! مسکو د دې غونډې لپاره د وسله والو طالبانو استازي او هغه کسان ورغوښتي، چې د نظام پرضد یې هڅو ته زور ورکړی او د (( موقت حکومت)) غوښتونکي دي! طالب ډله همدا اوس د پاکستان او ایران ترڅنګ د روسیې تر ملاتړ لاندې په افغانستان کې د ملت او کورنیو ځواکونو پرضد جګړه کوي او د جنګي جنایتونو د سرته رسولو او د پرمختګ د مخنیوي لپاره یې ترهګریزو فعالیتونو ته زور ورکړی! په دې غونډه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول له واکه شړل شوي او دغه راز د نظام مخالفې ډلې ناستې دي افغانان پوهېږي، چې د مسکو او کابل ترمنځ په تېرو سلو کلونو کې یوازې او یوازې دښمني شوې او د مسکو د مداخلې او یرغل له امله افغانان ښه ورځ نلري او د همدغه مسکو د یرغل له امله یې بخارا او د پنجده سیمه له افغانستانه جلا او تجزیه کړه او اوس یې هم د افغانستان د ترکستان د لاندې کولو لپاره نېغ په نېغه مداخلې او جګړې ته زور ورکړی دی همدا مسکو پر افغانستان د شوروي یرغل تر تاړاک لاندې میلیونونه افغانان په شهادت رسولي دي موږ د ۱۳۹۶ کال د همدې روژې مبارکې میاشتې په شلمه په کابل کې هغه ترهګر برید نه دی هېر کری، چې سلګونه کسان یې شهیدان کړل او په کابل کې یې وحشت خپور کړ او د جرمني سفارت یې په نښه کړی و، له هغې درنې چاودنې مخکې په مزار شریف کې د جرمني قونسلګري او د افغان ځواکونو قول اردو هم په نښه شو، چې هم جرمني او هم افغان حکومت ته ښکاره کړي، چې روسیه د ترکستان له لاندې کولو لاس نه اخلي! په شمال کې ترهګرې او اورپکې ډلې که هغه طالبان دي او که داعش، دا ټول د مسکو په لمسون او ملاتړ جګړې او ترهګریز بریدونه کوي! مسکو د افغانستان شمال د دې لپاره نا آرام کړی، چې لومړی پرې مرکزي اسیا و ګواشي او بیا یې په کرارۍ سره لاندې کړي چې د افغانستان د تجزیې پلان عملي کړای شي په دغه راز حالت کې څنګه د افغانستان او روسیې اړیکې دوستانه دي!؟ د روسانو ظلمونه، د روسانو یرغل او د روسانو اوسنۍ مداخلې د یوه با ضمیره افغان له زړه هم نه وزي په دغه راز حالت کې د مسکو په غونډه کې که هر څوک کډون کوي، نو دوی د افغانانو د شهیدانو او په تېره بیا د ملي ګټو پر خلاف ګام پورته کوي او دا د ملي ګټو پر خلاف عمل دی! د مسکو دا غونډه د دوستانه اړیکو تر نامه لاندې د افغانستان د نظام پرخلاف د لویې دسیسې بله هڅه ده! دا کسان چې د مسکو غوندې ته تللي، په ډېره سرټیټۍ او په ډېره سپین سترګې د افغانستان د ملي ګټو او د افغانستان د مظلومو شهیدانو د وینو پر خلاف عمل کوي او له هغه دښمن مسکوه چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دي داسې حکومت غواړي، لکه د شهید سردار محمدداود خان د ولسمشرۍ پر خلاف یې چې پر روسانو او شورویانو د افغانستان پلورونکي بیا په ډېره سپین سترګۍ په رسنیو کې دا غونډې مهمې بولي او هرکلی یې کوي!؟ پخوا هم د دا ډول کسانو او طالبانو ترمنځ د مسکو غونډه د افغانستان د حکومت او ملت پرضد لویه دسیسه وه او نن هم دا غونډه د هغې دسیسې بله کړۍ ده!.

Share this page to Telegram

Comments