د افغانستان ټولګټو وزارت: طالبانو د ۱ میلیارد افغانۍ عامه تأسیسات له‌منځه وړي

comments 0

42 Views

هندوکش ــ هلمند: د افغانستان ټولګټو وزارت وايي، وسله‌والو مخالفینو په تېرو ۱۵ کلونو کې ۵۰ کیلومتره سړک او څه باندې ۳۰ پلونه له‌منځه وړي دي.
په افغانستان کې د کلونو جګړو په دوام دغه وزارت د عامه تأسیساتو ویجاړولو په تړاو خپل تازه راپور خپور کړی.
د دې راپور پر بنسټ، له ۱۳۸۴ کال څخه تر ۱۳۹۹ کاله پورې وسله‌والو ډلو په ځانګړي ډول طالبانو ۵۰ کیلومتره سړک، څه د پاسه ۳۰ پایې پلونه او ۱،۰۰۰ پلچکونه له‌منځه وړي دي.
د افغانستان ټولګټو وزارت مرستیال ویاند اشرف حق‌شناس د چهارشنبې په ورخ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۳» هندوکش ته وویل، د دې عامه تأسیساتو له‌منځه وړلو له امله افغان حکومت ته ۱ میلیارد افغانۍ زیان اوښتی چې جبران‌یې سخت کار دی.
ښاغلی حق‌شناس زیاتوي: “د یادو شمېر سربېره په تېرو دوو اوونیو کې طالبانو د کندهار-ارزګان، لښکرګاه-هلمند او کندهار-ارغستان سړک په اوږدو کې ځینې برخې ویجاړې کړې او ۳۳ پلچکونه‌یې سرپل، کندهار، هلمند، تخار او لوګر ولایتونو کې ویجاړ کړي، د ټولګټو وزارت به د امنیت له ټینګښت سره سم یاد سړکونه، پلونه او پلچکونه له سره ورغوي.”
تازه په هغې وېډیو کې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي او په وېډیو کې یو کس ځان طالب معرفي کوي او وايي چې د کندهار-هلمند لویه لار یې په بمونو الوزولې ده.
په دې وېډیو کې، دا سیمه د وزیر مانده په نوم یادېږي، بل څوک نه‌ښکاري او سړک لوټې لوټې له کاره وتلی دی.
په همدې حال کې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د هملند تازه جګړه کې د مرمیو لګېدو له امله د یاد ولایت سب سټېشن چې هلمند او کندهار ته‌یې برېښنا برابروله له کاره لوېدلی.
د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ویلي، د سې شنبې په ورځ د جګړې د شدت له امله د سب سټېشن کارکوونکي تښتېدلي او عامو خلکو د دغه سب سټېشن وسایل له ځانه سره وړي.
توحیدي زیاتوي، د دې سب سټېشن د ځینو برخو د ویجاړېدو له امله د کندهار او هلمند برېښنا پرې شوې چې د جګړې د دوام له امله‌یې بېرته وصل کېدل وخت نیسي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments