د افغانستان ناروا جګړه او د طالبانو پلمې / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

تازه یو ځل بیا په مکه معظمه کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په افغانستان کې جګړه ناروا یاده کړې او په دې جګړه کې د روانې وینې تویدنې د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په افغانستان کې جګړه ناروا یادوي، تر دې یو کال وړاندې هم ورته کنفرانس کې د افغانستان جګړه د اسلام خلاف بلل شوې وه او هغه کسان یې له اسلام منحرف بللي و چې جګړې ته خلک سوق کوي.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان کې ټول اسلامي هېوادونو استازي ګډون کوي او دا غونډه یې ۱۴مه غونډه وه چې په اسلامي هېوادونو کې جګړه یې ترهګري بللې او پر هغو وسله والو یې د اوربند غږ کړی چې جګړې ته د اسلام له نظره ناسم تفسیرونه وړاندې کوي.

خو طالبان به لکه د تېر په څېر د اسلامي هېوادونو دا غوښتنه هم و نه مني، ځکه طالبان د جګړې لپاره راپورته شوې پروژه ده او هيڅکله به سوله او اوربند و نه کړي، طالبان د جګړې لپاره بې سواده اوکم فکره ځوانان جذبوي او بیا پر دوی باندې نور افغانان وژني او خپله هم وژل کیږي.

طالبان د افغان وژنې تر څنګ د افغانستان ورانونې مسوولیت هم لري او هغه هېوادونه چې د طالبانو مالي ملاتړ کوي، د هغوی د ګټو لپاره هر هغه کار کوي چې انسانیت او اسلامیت پرې شرمیږي، خو طالبان دا کار د خپلې بقا لپاره کوي او له دې لارې نه راګرځي.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو دسازمان تر څنګ اندونیزیا کې هم د افغانستان جګړه دیني عالمانو نامشروع بللې وه او د مسلمانانو ترمنځ هر ډول تاوتریخوالی یې غندلی و.

په سعودي کې دعلماوو یو کنفرانس هم یو کال وړاندې تاوتریخوالی او جګړه غندلې وه او له طالبانو غوښتنه شوې وه چې د دې جګړې د بس او اهدافو ترلاسه کولو لپاره دې د سولې لار خپله کړي.

کابل کې هم دیني عالمان جرګه شوي و او نږدې درې زره دیني عالمانو په یو پریکړه لیک کې د ایاتونو او احادیثو له مخې جګړه نامشروع یاده کړه او پر وسله والو ډلو غږ وشو چې نور دې وینه نه تویوي.

خو طالب چې یو کرایه شوی اجرتي قاتل دی ، کلونه وشول د افغانانو په وینې تویدنې یې تنده نه ده ماته شوې او هره ورځ پردي اولادونه په نورو وژني او د نورو اولادونه هم وژني، طالب په دې پوهیږي چې د دې جګړې ګټې بهرنیان وړي او یواځې افغانان یې قرباني دي.

طالب مشران چې هوسا او ارام ژوند لري، هیڅکله نه غواړي چې دا ارام ژوند په سوله ورکړي او هڅه کوي چې د دې جګړې دوام باندې د دوی راتلونکي نسلونه هم بسیا شي.

تراوسه د هیڅ طالب زوی د جګړې قرباني نه دی، اکثره یې د اسلام اباد، دوحې او ترکیې په پوهنتونو کې زده کړې کوي او پردي اولادونه د جهاد په نامه جګړې ته استخداموي او دا لړۍ یې جارې ساتلې ده.

Share this page to Telegram

Comments