د افغانستان ملي دفاع وزیر بروکسل ته لاړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغانستان ملي دفاع وزارت څخه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، خالد به ناټو غړو هیوادونه ته وینا په موخه بروکسل کې خبرې وکړي.
دغه غونډه کې د افغانستان استازیتوب کوي او د ناټو له غړو هېوادونو به غواړي چې له افغان ځواکونو د خپل ملاتړ ژمنې تازه کړي.
خالد به همدا راز د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع له یو شمېر وزیرانو سره ځانګړې لیدنې هم ولري.
روح الله احمدزي ویلي چې د ناټو غونډه نن پیلېږي او د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه بیا سبا جوړېږي. تر دې وړاندې د ناټو عمومي منشي ویلي وو، چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او د ناټو په دې غونډه کې به بحث هم ورباندې وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments