د افغانستان لپاره د ناټو لوړپوړي ملکي استازي د سولې او بشري حقونو په فعالانو وروستي بریدونه غندلي

comments 0

55 Views

هندوکش ـ امریکا: ستیفانو پونتیکوروو پرون په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دا فعالان هغه خلک دي چې د باعزته سولې په لټه کې وو.
د افغانستان لپاره د ناټو لوړپوړي ملکي استازي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانانو او د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
له ۲۰۱۷ کال راهیسې د اګست یوویشتمه د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د ترهګرۍ د قربانیانو د یادښت ورځ په نوم نومول شوې ده.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په ترهګریزو بریدونو کې یې ګڼ خلک له لاسه ورکړي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د راپور په اساس د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمايي کې نږدې دري نیم زره ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments