د افغانستان فوټسال لوبډله نن اندونیزیا پر وړاندې لوبیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له فوټبال فدراسیون څخه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د افغانستان د فوټسال د شل کلنو ډله سبا په نیمه وروستۍ مرحله کې، د اندونیزیا پر وړاندې لوبه کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټسال د شل کلنو ډله وتوانېده چې د ټایلند ځواکمنه ډله دوه د درې په مقابل کې ماته کړي او د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټسال د شل کلنو د سیالیو نیمه وروستۍ مرحلې ته لاړه شي.
د افغانستان د فوټسال دغه لوبغاړي چې په تېرو سیالیو کې ښه ځلېدلي، د دغو سیالیو د اتلولۍ مدعیان به وي.
دغه سیالۍ د اسیا د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د ایران د تبریز په ښار کې روانې دي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments