د افغانستان غوره لیګ سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ پېل کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ چې د اکتوبر میاشتې پنځمې نېټې سره سمون خوري د پکتیا پیتنرز او کابل ځوانانو لوبډلو سیالۍ سره پېل کیږي.
په دغه سیالیو کې پنځه لوبډلې ګډون کوي او د یو شمېر بهرني تکړه او نامتو لوبغاړو په ګډون ترسره کیږي، چې کوربه توب به یې د عربي اماراتو مشهور شارجه لوبغالی کوي.
د افغانستان غوره لیګ په لومړي پړاو سیالیو کې پنځه لوبډلې ګډون کوي چې هره لوبډله به د بلې پر وړاندې ۸ سیالۍ ترسره کوي، او له هغې وروسته به څلور مخکښ لوبډلې نیمه پایلوبې ترسره کوي.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به د کابل او پکتیا لوبډلو ترمنځ د جمعې په ورځ په ۵م اکتوبر د ماښام په ۸ بجې ترسره شي، همدا ډول به د جمعې شنبې او یکشنبې په ورځ د ورځې دوه سیالۍ (چې یوه په ۴ او بله په ۸ بجې) او نورې ورځې به یوه یوه سیالۍ (په اته بجې) ترسره کیږي.
دغه لیګ د افغانستان د کورني شپږیزه لیګ نوی ورژن دی چې شپږیزه په افغانستان کې د څو محدودو بهرني لوبغاړو په ګډون ترسره کېده خو اوس په ای پي ایل کې یو شمېر بهرني لوبغاړي شامل شوي دي.
د کریس ګېل، انډري رسل، برینډن میکولم او شاهد افریدي په څېر ستر لوبغاړي ددغه لیګ برخه دي، یاد لوبغاړي په آیکن کټیګورۍ کې بیلا بېلو لوبډلو له ځان سره نېولي دي.
پاکستان کرېکټ بورډ څه موده وړاندې اعلان کړی و چې هر هغه پاکستاني لوبغاړي کومو چې تر دې له ملي لوبډلې استعفا نه وي ورکړې ګډون نشي کولای، چې له برخې یې یوازې شاهد افریدي کولای شي په یادو لوبو کې ګډون وکړي.
وړمه ورځ د افغانستان غوره لیګ پر فیسبوکپاڼه د یادو پنځو لوبډلو پوره نومونه او لوګو په ډاګه شوې، چې په دې ډول دي: کابل ځوانان، پکتیا پینترز، کندهار نایټز، ننګرهار لیپرډز او بلخ لیجنډز.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان غوره لیګ سیالۍ د روانې اکتوبر میاشتې په پنځمه نېټه پېل او په یوویشتمه نېټه پایلوبه ترسره کیږي، چې ټولې به په کې ۲۳ سیالۍ ترسره شي.
سرچینه : نن ټګې آسیا

Share this page to Telegram

Comments