د افغانستان روغتیا وزارت: د کرونا ۱۰ مشکوکې پېښې منفي راوتلي

comments 0

537 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن د فبرورۍ په ۲۸مه، وویل چې په افغانستان کې د کرونا وایروس ۱۰ مشکوکې پېښې چې په لابراتوار کې کتل شوي، منفي راوتلې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل چې د کرونا وایروس درې مشکوکې پېښې له هراته، یوه له بغلان، یوه له غور او پنځه له کابله ورته رسېدلې وې.
مایار وویل چې ۱۰ نورې مشکوکې پېښې چې له هراته ور رسېدلي، لا هم په لابراتوار کې تر کتنې لاندې دي.
په افغانستان کې تر اوسه یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

Share this page to Telegram

Comments