د افغانستان د میوو صادرات پاکستان ته ډیرشوی دي

comments 0

10 Views

هندوکش-کابل:د پښتونخوا ایالتي حکومت وایي هره ورځ له افغانستان لسګونه موټره سبزیجات او میوې واردوي.
ایالتي حکومت ویلي چې پخوا هره ورځ تر ۱۲ لاریو پورې میوې او سبزیجات پښتونخوا ته ورتلل خو اوس دغه شمېره په ورځ کې تر سلو موټرو پورې رسېدلې ده.
ایالتي حکومت وايي دوی غواړي چې له افغانستان د مڼو، پیازو، سبزیجاتو، نخودو او نورو ورته توکو واردات ډېر کړي او په دې توګه د قیمتونو په کنټرول کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.
په دې وروستیو کې چې په افغانستان کې د میوو حاصلات ډېر وي زرګونه ټنه میوه ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږي.
افغان کروندګر په هېواد کې د سړو خونو د نشتوالي او نامناسبو بیو له امله ځورېږي او اړ کېږي چې خپل محصولاتو په ټيټو بیو وپلوري.
په دی ورستیوکي د هیواد په ځینو ولایتونوکي د سړو خونو جوړیدو او دیو تعداد سړو خونی جوړی شوی هم دي خو بزکران ترینه راځی نه معلومیږي او خوشحاله نه دي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments