د افغانستان (د متفقو علماو شورا) د کابل پر امام زمان مسجد ترهګړیز برید وغنده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان ( د متفقو علماوو شورا) د کابل په امام زمان جومات دداعش ډلې ترهګریز برید په کلکو تکو وغانده!
ددې شورا له آدرسه هندوکش خبري ویب پاڼې ته په استول شوي خبرپاڼه کې راغلي چې:«د اسلام ، انسانیت، سولې او ثبات دښمنانو یو ځل بیا هم د افغان مظلوم ولس پر وړانډې خپله دښمنۍ او کرکې ډګه څیره راڅرګنده کړه او د خپلو تیرو جنایتونو په درشل کې یې بیا هم زمونږ په اسلام میین خلک په داسې حال کې تر خپلو ترهګریزو او وحشیانه بریدونو لاندې راوستل چې د جمعې د لمانځه په ادا کولو بوخت ول، دغه دردونکي پیښه د جمعې په ورځ د یوولسمې ناحیي اړوند سیمه کې د امام زمان په جامع کې رامنځته شوه دا په داسې حال کې وه چې زمونږ متدین هیوادوال د الله تعالی په عبادت اخته ول چې په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو تنه هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، دغو ترهګرو ډلو تل زمونږ د ولس او خلکو پر وړانډې جنایت تر سره کړی او انسانی فاجع رامنځته کړی دي، چې د دغې المناکی پیښي شهیدانو ته د الله تعالی له بارګاه څخه جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفا او درنو کورنیو ته یې د صبر جمیل غوښتنه کوو».
خبرپاڼه زیاتوي :«د ترهګرو لخوا په جوماتونو، غونډو، لاریون کوونکو او … باندې د بریدونو په ترسره کولو سره په دې لټه کې دي تر څو د دغه غیر اسلامي او غیر انسانی جنایت تر څنګ قومي او سیاسی تاوتریخوالې ته لمن ووهي، دغه شان کړنې دا په ډاګه کوي چې تروریزم مرز، قوم، مذهب، ژبه، سمت او … نه پیژني، نو د مقدسه ځایونو او عوام خلکو په نښه کولو سره غواړي تر څو د خلکو په منځ کې د ویري او وحشت فضا را منځته کړي».
خبر پاڼه پر بنسټ :«دا چې د ایاتو او احادیثو په رڼا کې جوماتونه د امن ځای بلل شو، خو سره له دې هم مسلمانان د دغو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو له شر څخه په دغه مقدسه ځایونو کې هم په امان کې ندي، نو بیا څنګه د اسلامیت، انسانیت او افغانیت ادعا کوي، حال دا چې له کفار او مشرکینو سره د جګړی پر مهال د هغوي عبادت ځایونه په امن کې ول ، څوک چې مسلمان وي په مسجد کې خپل شخصي، سیاسي او یا مذهبي دښمنان نه وژني، که څوک دا کار وکړي د تل پاتې بدنامیو سره مخ کیږي او په دې دنیا او هغې دنیا کې به مخ توری وي، اسلامي سپیڅلي شریعت له مخې له مسلمانانو سره څه، چې له غیر مسلمانو سره(تر هغې پورې چې دوی جګړه نه وي پیل کړي) په مسجد کې جګړه منع ده، بلکه د مسجد په شا او خوا کې د جګړې کول حرام بلل شوي دي.
خبر پاڼه کې د روایت شوي آیت پر بنسټ ویل شوي چې آلله تعالي فرمایلي وَلَاتُقَاتِلُوهُمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّىٰ يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ﴾ ژباړه:«اومسجدالحرام ته نږدې چې ترڅو پورې هغوی له تاسو سره جګړه نه وي کړی،تاسې هم ورسره جګړه مه کوي»(بقره ۱۹۱).
استول شوي خبرپاڼې د متفقو علماو شورا له خلکو غوښتي مونږ ته په کار ده که شعیه که سنی، که پښتون که تاجک، که ترکمن که ازبک … او بالاخره ټولو افغان اقوام چې د دغې فتني د له منځه وړلو او شنډلو په موخه له ډیري هوښیاری څخه کار واخلو دا ځکه چې دښمن تل هڅه کوي تر څو د دغه شان ناوړو او غیر اسلامي او غیر انساني اعمالو په تر سره کولو سره د افغان قومونو تر منځ قومي او مذهبي اختلافات رامنځ ته کړي.
نوله همدې امله مونږ هر ډول ترهګریزی کړني د اسلام ضد عمل بولی او په څرګنده توګه اعلانوي چې د دغه شان کړنو عاملین به د الله جل جلاله د حکم پر بنست د جهنم په سرو لمبو کې سوزیږی او ابدالابد به په جهنم کی اوسیږی.
دا په داسې حال کې ده چې داعش ترهګرې ډلې پر امام زمان د تیرې جمعې ترهګريز برید مسوولیت په غاړه اخیستې چې له امله یې ۶۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

والسلام
د متفقو علماو شورا

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *