د افغانستان د متحدو علماوو شورا: په کابل، غور او پکتيا کې وروستي بريدونه د اسلام ښکاره توهين دی

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د متحدوعلماوو شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې په کابل کې وروستي خونړي بريدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

ددې شورا له لروي هندوکش ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« د افغانستان د متحدو علماوو شورا د کابل، غور او پکتيا دوروستۍ پيښې شهيدانو ته له لوی رب څخه جنت الفردوس او ټپيآنو ته عاجله شفا غواړي، په ورته بريدونو کې د ملکي وګړو تلفات د اسلام له اساساتو سره په ټکر کې کړنه ده او موږ پر علماوو غږ کوو چې د اسلامي ټولنې خصوصا افغان ولس د ژغورنې په خاطر دې نوره چوپتيا او مضر احتياط ته د پای ټکی کيږدي.»

دوی زياتوي چې وروستي وحشتونه خصوصا پر مقدسو ځايونو بريدونه له اسلام سره په ټکر کې دي او هغه چې ورته وحشتونه کوي د اسلام په نوم د اسلام د مبین دين جرړې ويستل غواړي.

دوی زياتوي:« پليت او مکار دښمن نشي کولای چې له قوم، مذهب او يا نژاد  څخه په استفادې د افغان ولس تر منځ درز رامنځ ته کړي ځکه افغان ولس ديني اصل رعایت کړی دی او د طالبانو او داعش د هر ډول دسيسې پر وړاندې به يو موټی پاتې شي.»

دوی زياتوي:« په اسلام کې پر جومات يا لمونځ کونکو بريد هيڅ ځای نلري هغه چې دا کارونه کوي مسلمانان نه دي او دوی د انسانیت او اسلاميت د رسوايي پروژه ده.»

دوی په خپله خبرپاڼه کې په کابل او غور کې پر مساجدو د طالبانو او داعش بريدونه د اسلام د نوم بدۍ هڅه بللې.

دوی په خبرپاڼه کې پر ولس غږ کړی دی:« تفرقه په اسلام کې حرامه ده تر بل هر وخت افغان ولس اتحاد او يو والي ته ډيره اړتيا لري ځکه دښمن کوښښ کوي ملت سره وشيندي او بیا په تدریجي ډول د ملت د له منځه وړو شومې موخې ته ورسيږي خو موږ باید متوجې و اوسو او علما مسولیت لري چې ولس له بیلوالي وساتي او هڅه باید وشي چې د منابرواو مساجدو د خونديتوب په خاطر علما نوره چوپتيا ماته کړي او په يوه خولو د هر ډول ترور او وحشت غندنه وکړي.»

دوی په پای کې يووار بیا ويلي دي چې د اسلام د نوم بدۍ په خاطر طالبان او داعش پردۍ پروژه ده اودوی کړنې نه په اسلام کې شته نه په افغانيت کې.

ياده دې وي چې طالبانو او داعش ترهګرو پرون په کابل او د غور په دولینه ولسوالۍ کې پر مساجدو په بريدونو کې شپيته لمونځ کونکي په شهادت ورسول.

ياد وحشتونه په ملي او نړۍ واله کچه سخت غندل شوي دي.

د ترکيي ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي دي چې ترهګر هڅه کوي اسلام نوم بدۍ کړي خو بريالي به نشي او دوی له افغانستان سره دي.

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم طالبان او داعشیان ډارن او د ملکي وګړو قاتلین بللي.

ملګرو ملتونو د طالبانو او داعش وروستي وحشتونه بشري جنایت بللی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ددې بريد د غندنې تر څنګ ويلي دي چې افغان ولس د ژغورنې پړاو ته نيږدې شوی دی او دښمن کوښښ کوي د وحشتونو په کولو موږ يو ډول نه يو ډول ناهيلي کړي خو دې موخې ته به ونه رسيږي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply