د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پایلوبه د شاهین اسمایي ټيم وګټله

comments 0

5 Views

هندوکش ـ کابل: پایلوبه یا فاینل د کابل په فوټبال سټډیوم کې جمعه ماښام وشو چې په کې د کابل استازي شاهین اسمایي ټیم د شمال لویدیځو ولایتونو استازي سیمرغ البرز ته په یوه ګول ماته ورکړه.
شاهین اسمايي څلور واره مخکې هم د فوټبال غوره لیګ اتلولي ګټلې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني د فوټبال غوره لیګ ترسره کېدو په اړه مبارکي ورکړې او ځوانان یې ستایلي چې خلکو ته خوښۍ په برخه کوي.
هغه وویل: “دغه باهمته ځوانان له دې امله هم د ډېرې قدردانۍ مستحق دي چې نورو ځوانانو ته هم هیله او مثبت جهت ورکوي، له نشه یي توکو، تاوتریخوالي او نورو ناخوالو یې د ورزش لورته هڅوي.”
د فوټبال غوره لیګ نهم دور سیالۍ د د اتو ټيمونو په ګډون شاوخوا شل ورځې مخکې په کابل کې پيل شوی و.
د ښځینه و د فوټبال په غوره لیګ کې هم هرات لوبډله د کابل په وړاندې اتلولي ته ورسېده.
د هرات او کابل ټیمونه په ټاکلي وخت مساوي و خو په پنالټي ضربو کې هراتۍ نجونو بریا خپله کړه.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments