د افغانستان د عالمانو یووالي ترهګر یې ولرزول

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کابل په ګدون نورو ولایاتو کې د وروستي پيښو په تړاو په دارلمعارف مدرسې کې یوه ناسته ترسره کړه.
قیام الدین کشاف د افغانستان د علماوو شورا مشر وروستي ځانمرګي بریدونه یې وغندل او وی ویل چې: د روژې میاشت د انسان جوړونې میاشت دې او خوشحال هغو کسانو ته یم چې ښه اعمال ترسه کوي او خپل د اعمالو کتاب روښانه کوي، او پر هغو مې افسوس راځي چې دغې پاکې میاشتې کې ځانمرګي بریدونه او وحشتنونه ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړه چې تېرو خواشینونکي او خونړۍ پیښو نه يوازې په کابل کې افغانستان خلک په ماتم کړي، بلکه اسلامي نړۍ یې هم زیانمنه کړې ده.
کشاف زياته کړه چې اسلامي جامو لاندې د د اسلام د دښمنانو ثابته کړه چې اسلامي ویاړونو او انساني ارزښتونو احترام قایل نه دي او غواړي، چې سني-شيعه جګړې ته لمن ووهي، خو مونږ اسلام دښمنانوته اجازه نه ورکوو چې زمونږ ورورولې زیانمنه کړي.
ایت الله واعظ زاده بهسودي د شیعه علماوو استازي د روژې میاشتې وحشي بريدونو وغندل او زياتې کړه: سني او شیعه سره ورونه دي او په ګډه سره ژوند کوي او زمونږ ورورولي په سیمه کې یو مثال دې.
د ښاغلي بهسودي په وینا: مونږ خپل يووالي ته ادامه ورکوو او اجازه نه ورکوو چې د هیواد دښمنان زمونږ ترمنځ تفرقه واچوي.
د ویلو وړ دې چې تردې وراندې ترهګرو هڅي کړي ترڅو افغانانو ترمنځ سني او شیعه خبرو ته لمن ووهي خو تر اوسه لا بریالي شوي نه دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *