د افغانستان د زعفرن بابا ومړ

comments 0

577 Views

هندوکش ـ هرات: د افغانستان د زعفران بابا محمد اکبر پرون دوشنبې د ۸۳ کلونو په عمر په هرات ولایت کې ومړ.
محمد اکبر له هغو لومړنیو کسانو څخه و چې په ۱۳۷۲ کال کې یې د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په ګلمیر سیمه کې زعفران وکرل.
هغه په افغانستان کې د کوکنارو پر ځای د زعفرانو د بدیل کښت په ترویج کې مهم رول ولوباوه.
د نوموړي مشر زوی جلیل احمد وویل، چې پلار یې د مغزي سکتې له کبله مړ شو.
مخکېني ولسمشر حامد کرزي محمداکبر ته د زعفران د بابا د لقب ترڅنګ د وزیر محمد اکبر خان مډال هم ورکړ.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments