د (افغانستان د خاک باد ټولی) د پوتین په دربار کې / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د خلقیانو وخت کې یوه عسکري اصطلاح مشهوره وه، (تولی خاک باد). چې نه به له نظامي اکاډمیو فارغ وو، نه به یې د ټوپک استعمال سم زده و، د چا به پلتونونه اوږده وو د چا به کورتۍ لنډې وو، جنګ منګ پاتې و، صرف دوړه به پسې پرته وه. د نیولو وژلو ، د سر وهلو نه وو، مسولو نظامیانو ته یې له خیر شر زیات جوړ کړی و، د اخبره په مسکو کې تر اوسنۍ ناستې رایاده شوه.
بېلونه یې د یوې افغانۍ کمپنۍ په نامه تېر شوي، نوم یې بین الافغاني مذاکرات ورکړي، خو لګښتونه یې په روبل او ډالر دي، د روسانو چې دومره نه وي زده چې افغانان په دې حساسو شرایطو کې څنګه استعمال کړي نو بیا خو تر سوریې او پاکستانه هسې خوشي وي. روسان هم د افغانستان په اړه سم لاسي لکه کرزی ډبره وار کړي لاس تر شا ونیسي.
خبره اوږده نشي، د مسکو د غونډې اکثر ګډونوال پخواني جنګسالاران او د دوی په اصطلاح د ناکم نظام میراث خواره دي. یوه نیمه لسیزه له طالب سره وجنګېدل او اوس په یوه مشترکه وجه د نظام په مقابل کې له طالب سره د روسانو په غولي راټول شول، هغه دا چې دواړه قدرت غواړي او د دغسې قدرت لپاره باید ټول نظام سرچپه یا رادې سره شي.
دوی ولې تر مسکوه ورسېدل؟ ځکه چې له ولسي او سیاسي جغرافیې تجرید شول، په دغو وروستیو انتخاباتو کې د سمو نیمو یې زامن کاندیدان وو، حتا هغه یې کامیاب نکړای شول، دا شوه ددوی مردم داري، ملکي او ولسي نفوذ!؟
امریکا یې ولوشله او چې په ور وچېدو شوه لاړل د کرملین د غوا غولانځې ته کیناستل، دوی به ځانونه دومره نه پیژني لکه روسان او امریکایان یې چې پیژني، ددوی په لالهاندۍ او عقدو ټول وخت امریکا، روسیې، پآکستان، عربو، ایران…… پانګونه کړې ده، هرچا ته په ګټه تمام شوي پرته له افغانستانه.
په اصل کې دوی هم له خپلو متضادو فکرونو او ګټو سره په جنګ دي، سیاسي مبارزه یې د څه لپاره کړې وه؟ که مجاهدین وو او په جهاد ویاړي خو مالومه ده چې د روسانو مقابل کې یې کړی و، که طالبان دي، خو د مجاهدینو په مقابل کې جنګیدلي. نن ددواړو جهادونو د حقانیت مقایسه څوک وکړي؟ شته داسې څوک چې دوی ته خپل عکسونه په لاس کې ورکړي؟ که ددوی په همدې تیرو څلویښتو کالونو یو حقیقي فلم جوړ شي ایا دوی به یې د لیدو تاب ولري؟
د مسکو د غونډې اکثر ګډونوال چې نظام او ملي اعتبار د شخصي قدرت د بقا لپاره له ننګونو سره مخامخ کوي، ترغوږونو په فساد کې غرق دي، له جرمي اقتصاد او قاچاقه نیولې، تر هیروینو تر تېلو، پولي اسعارو او تاریخي توکو…… حتا دوی د ټایرونو کاروبارونه هم کړی دی، یا شاید روان وي.
غټ مشکل یې دادی، چې مرکزي نظام په خپل البته په شخصي خیر نه ګڼي د دوی په ملوک الطوایفي کې ګټه ده، ځکه دوی به مشري کوي او خلک به له فقر،بیچارګۍ او تر بد د بدتر حالت له ویرې چې خپله یې عاملین دي، بیرته ددوی لاس کتوی وي.
د خلکو تشویش له هغه واهمې دی، چې همدې کتلې ایجاد کړې، دوی خلک ډاروي، په دغه راز سیاسي متضادو حرکاتو، په دا ډول منډو ترړو، په خطرناکو بیانونو، داسې چې وطن بحران ته روان دی او موږ هر یو باید د خپل روزګار داسې ترتیب وکړو چې له حکومت سره یو شان او یوځای صدمه ونه وینو اما برعکس سیاسي اشخاص او احزاب باید د ملي سکون، ثبات او امیدوارۍ ضمه واري ولري. حکومت خلک نه ډاروي، واضح ورته وايي، چې د پاکستان ا وبل هر ملک او ډلې په مقابل کې به د امنیتي نهادونو په زور مقابله کوي، د قانون په چوکاټ کې.د حکومت موقف د عباس ستانکزي د وینا په څېر د خطرناکو بیانونو خلاف ځکه دی، چې د ملک د بقا سوال مطرح دی اما د ملک پر امکاناتو، د قانون په اجازه د دیموکراسۍ په برکت ځینې سیاسي جهادي اشخاص بیا لګیا دي، له عباس ستانکزي‌غوندې اشخاصو سره په خطرناکو برنامو کې شعوري‌غیر شعوري د ملک د تباهۍ او د نظام او نظامي‌طاقت د ماتولو لپاره لاس یو کوي.
ځینې مسایل به ددوی له منطقه تحلیل کړو: دغه بحث چې دوی له افغانستان د باندې مطرح کړی دنظام د تغیر په ارتباط. څومره قانوني دی؟ څومره په منطق او اصولو ولاړ دی؟ او څومره د افغانستان استقلالیت او تمامیت تر سوال لاندې راولي.
د مسکو له غونډې د روسیې، پاکستان، طالب او ځینو افغان سیاسیونو هدف دادی، کابل مسکو ته بوځي، یعنې اساسي خطر د افغانستان سیاسي تجزیې ته لاره برابرول دي، د سیاسي تجزیې اول قدم دادی، لکه د پخوا په شان چې سیاسي تصمیم ګیري له کابل و ایستل شي، واحد ملي ادرس ورک شي، منتخب نظام له دننه چلنج شي یا له خطر سره مخ شي او په دې اتڼ هغه ملګري هم ورګډ شول چې حتا موږ ته به یې د وحدت درسونه راکول او ټول وخت به یې په تجزیه ویرولو.
ریس جمهور غني څه غواړي؟ چې تصمیم ګیري کابل ته راوړي، د افغانستان د برخلیک په اړه چې هر تصمیم نیول کېږي هغه باید ځای یې کابل وي، په دې مانا چې دا جغرافیا او خلک سیاسي پایتخت په حقيقي مانا سره ولري.اما دغه خلک چې په دې غونډو کې ناست دي، دغه اصل تر پښو لاندې کوي. زموږ د استقلال مهم اصل په ملي، سیمه ییزو او نړیوالو قضایاوو کې د کابل نقش دی، د سیاسي پایتخت په حیث، دغه پایتخت باید په پاکستان کې د مجاهدینو د عبوري حکومت، د کعبې د سوګند، د ریګن ددفتر….. تر تاریخي ترخو تجربو لاندې خپل ارزښت له لاسه ورنکړي.
د طالب مخه څوک نیسي، چې امریکا سره خپل مشکل حل کولای شي، افغان دولت یو طرفه اوربند ورته اعلانولای شي، بیا کومه ډرامه ده، چې په مباحثاتو کې د خپلو پلویانو او ولس د حمایت خبره کوي او په حقیقت کې له امریکا سره په قطر او له روسانو سره په مسکو کې کیني، خو له خپلو خلکو سره نه کیني. څنګه کلیو کې جنګ کوې او د جنګ جغرافیا یې د فقیرو افغانانو کلي بانډې ټاکلي خو د سیاسي تصمیم لپاره د نورو په لمسون کټ مټ لکه د مجاهدینو وخت کې کابل په رسمیت نه پېژنې؟په دې مانا چې دوی له غني سره نه له دې سیاسي ‌مرکز، او اساساً له نظام سره مخالف دی.
د مسکو په غونډه کې د ګډون انګېزه عقده ده، له غني سره عقده، د واک د بقا لپاره عقده، د میراثي اقتدار د کمېدو عقده، که دوی په واک کې وي هرڅه سم دي، که دوی نه وي هرڅه وران ویجاړ دي او د وطن بقا په خطر کې ده، پر همدې بنیاد ویلی شو چې د مسکو له غونډې به هېڅ لاس ته راوړي، نه سیاسي فایده اوچتولی شي، صرف د حکومت د ادرس قوت ته به زیان ورسوي، د حکومت تلاشونه او نړیوال موقف به تضعیف کړي، دنیا ته به روښانه کړي، چې موږ ملي خبرو او د هېواد د برخلیک په اړه یو واحد نظر نلرو او دنیا به د دوی هوښارۍ ته ښه په ارته سینه وخاندي.دا نو بیا د ملک په خیر نده او په موقت کې به حکومت ته ستونزې جوړې کړي .
بل دا چې طالب به له دوی سره څه وکړي؟
زموږ مخې ته یو پنډ تاریخ پروت دی،‌د بل په لمسون زموږ ملکانو، مشرانو، د حکومت له مداره وتلیو خپلسرو چې له ناراضیانو یا اختناق پرستو، یا د بل په اشاره په زور د ملک تسخیرونکو سره دغسې غیر مرکزي او سلیقوي پر عقدو ولاړې رابطې یارانې جوړې کړې انجام یې څه شوی؟ یا یې په دار پورې تړلي، یایې سیاچالونو کې اچولي، سترګې یې بوټې ترې ایستلې او یا یې له ملکه شړلي دي. دوی چې تسلیم شي، هماغه څه به ورسره کېږي چې له نورو سره کېږي. ددوی یوازې معذرت وي خو ملک تباه برباد کړي.
که د اوسني دولت په قالب کې که همدا بې وزنه غټان او نخبه ګان وتلو، حقیقت دادی، چې د ژوند بهترین امکانات ورته برابر دي، عزت یې خوندي دی، باډیګارډان، لښکرې ورپسې دي، د میاشتې باقاعده کورونو ته پیسې ورځي او ښه د کبر غرور مانور هم کولای شي.له هغه ادرسه او دلیله ورکول کېږي، چې سیاسي فعالیت وکړي، ملک ته خیر ورسوي. ایا طالب به له همدې خصوصیاتو سره چې دوی یې لري، په سیاسي صحنه کې ځای ورکړي؟ یا به په کولابونو ګرځي، یا به کوټه کې د کډوالو اداره کې ترجمانان وي، یا به دبلخ په مارمول، د کندهار په سپین بولدک او دغسې د لوګر په ازره کې پاټک اچوي.

Share this page to Telegram

Comments