د افغانستان د استخراجي صنایعو نوښت په نړیوال سازمان کې بیا غړیتوب خپل کړ

comments 0

7 Views

هندوکش ـ کابل: افغانستان د دې سازمان د بورډ د تېرې ورځې غونډې د پریکړې پر بنسټ خپل غړیتوب ترلاسه او د جینیوا د ګډې حساب ورکړې ۱۲.۵ شمېره شرط هم پوره کړ.
د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وایي، د تصدیو د اصلاحاتو، د قرادونو په پروسه کې د شفافیت او معیارونو پوره کېدو وتوانېدل څو بیا د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت نړیوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تصدیو د اصلاحاتو، قراردادونو پروسه کې شفافیت او معیارونو پوره کېدو سره یاد سازمان د افغانستان د بیا ځل غړیتوب پریکړه کړې ده، چې له دې لارې افغانستان د جینیوا ګډې حساب ورکړې ۱۲.۵ شمېره شرط هم پوره کړ.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د استخراجي صنایعو د سکتور ټولو شریکانو او هېوادوالو ته د شفافیت تامین او نورو ټولو معیارونو ته د تطبیق ډاډ ورکوي.
افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت سازمان غړیتوب لري‌ چی د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کال اجرااتو پر بنسټ یې غړیتوب په یاد سازمان کې له ځنډ سره مخ شوی و.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments