د افغانستان جګړه د نظامونو ضد ده، د ولسمشرانو نه / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

تاسو خپل تاریخ وګورئ چې څلويښت کلنه جګړه یواځې د نظامونو پرضد ده چې څنګه کیدلی شي نسبي رغول شوي بنسټونه له منځه لاړ شي او په یو او بل نوم باندې نظامونه چپه او بیا له سره یو بل نظام رامنځ ته او هر څه له سره پيل کړي.
افغانان حافظه نه لري، کنه د ځوان کهول پروړاندې دا هر څه تېر شول او بیا تکراریږي، خو بیا هم ځینې د نظام ړنګیدو ته څڼې اچوي او فکر کوي چې له دې سره به وضعیت ښه شي، خو په اصل کې دا دومره قرباني او اوږده جګړه د همدې لپاره ده چې نظام ړنګ او بیا په یو بل نوم باندې افغانان بل نظام رامنځ ته کړي.
د طالبانو په اړه ځینو ته وایم چې ساده ګان کېږئ مه، طالبان هماغه کرایي پاکستانی پوځ دی، هماغه پنجاب دی، هماغه دلالان یې دي، هماغه هدف یې دی، هماغه جګړه یې ده، هماغه شعار یې دی، هماغه مکر او فریب یې دی، هماغه ږیرې او بګړۍ یې دي، هماغه ارادې یې دي.
دا جګړه د اشرف غني خلاف نه، د داودخان خلاف را پیل شوې ده، د داودخان هم نه، د نظام او افغانستان پر خلاف را پیل شوې ده او د افغانستان د نظام او بنسټونو
کمزوري کول یې موخه ده او په دې موخه کې پاکستان د افغانستان داخلي جاسوسانو په مرسته بریالی هم ښکاري.
دا نظام که د ملاهیبتي وای او اشرف غني له پنجابه را روان وای د اشرف غني هدف به هم د افغانستان کمزوري کول و، دا خبره د اصل په توګه درسره وساتئ، په نړۍشنل سیکیوریټي سټېټونه لکه پاکستان خپله بقاء یواځې او یواځې د خپلو ګاون‌‌‌‌‌‌ډيانو په تباهۍ کې ویني.
له حکومت سره سیاسي مخالفت پرخپل ځای خو خپل خپل دی، پردی پردی دی، له دښمن سره د هغوی د هدف په ترلاسه کولو کې مرسته مه کوئ.
خیر دی که د ولسمشر ویاندان ګوګنیان او بې تعهده مخلوقات دي او د خپل دریځ حقانیت نشي بیانولای خو د افغانستان د نظام د ساتنې دریځ حقاني دریځ دی، دلته څو خبرې یادې ساتئ:
تر دغسې جګړو وروسته که فرضیه دا وي چې مخالف برلاسی دی، بیا نه د نړۍ هیڅ قدرت او نه زموږ هیڅ ګاون‌‌‌‌‌‌ډی د دې پلوي دی چې افغانستان دې ثبات ولري. دا زما او ستا خبره نه ده، لوی قدرتونه لومړی یو هېواد کنترولوي، که کنټرول نشو بیا دا نه کوي چې خپل مخالف ته حکومت پکې جوړ کړي. بالعکس، بیا یې ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډوي او د نظام بنسټونه یې ور نړوي او تماشه یې کوي.
که طالب افغان وای ما به دا نصیحت ورته کړی و چې د خپل ځان د نجات لپاره د افغانستان د نظام درناوی او ملاتړ وکړه.
د رهبرۍ طرز او ترتیب ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډول وغواړې، او بیا ووایې چې زه نظام نه خرابوم. افغانستان که په اهل حل و عقد جوړېدای رباني به جوړ کړی و. اصلا د اهل حلو عقد اصطلاح د لویې جرګې پر ضد را و ایستل شوه، ځکه لویه جرګه دروند، تاریخي افغان نوم او بنسټ دی او ‌‌‌‌‌‌له وړاندیزولو یې د ملي فکر د دښمني بوی راځي، د نظام د رهبرۍ طرز چې بدل شو نظام ړنګ دی، نظام ړنګېدل لکۍ نه لري.
نو که بېخي دا فرض کړو چې نړۍ د طالب د راوستلو حماقت کوي بیا نو الوتکه، ټانګ، اقتصاد، اردو، پولیس او حکومت په لاس نه ورکوي، که حکومت، اردو، نظام، بنسټونه، نړیوالې اړیکې او ثبات غواړئ، همدا نظام اصلاح کړئ، او برخه یې شئ.

Share this page to Telegram

Comments