د افغانستان بانک مشر استعفا وکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د د افغانستان بانک مشر خلیل صدیق له خپلې دندې استعفاء وکړه.
سرچینو ویلي، د د افغانستان بانک د مشر خلیل صدیق استعفاء منل شوې ده.
صدیق د استعفاء لامل خپله ناروغي په ګوته کړې ده.
د دافغانستان بانک مشر خلیل صدیق داسې مهال استعفاء کوي چې ډالر د افغانیو په پرتله لوړ تللي دي.
خلیل له تېرو څلور کلونو راهیسې د افغانستان بانک مشر و.
تراوسه مالومه نه ده چې د دې بانک لپاره به څوک معرفي کیږي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments