د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ کې اسانتیا برابریږي

comments 0

329 Views

هندوکش – کابل: افغانستان او پاکستاني چارواکو په لیدنه کې هوکړه کړې چې د خلکو د تګ راتګ لپاره به لا ډيرې اسانتیاوې برابر کړي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان لوړپوړی چارواکي شهریار افریدي سره لیدلي او دواړو خواوو هوکړه کړې چې په ټولو دروازو کې به د خلکو تګ راتګ اسانوي.
دواړو خواوو همداراز په دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې کړي دي.
په دې لیدنه کې تمه ښودل شوې چې د دواړو هېوادونو استازي به د اړیکو جوړولو باندې هم کار وکړي چې د باور فضا رامنځ ته شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments