د افغانستان او بنگله دېش کریکټ لوبډلو ترمنځ د فاینل لوبه مساوي پای ته ورسیده

comments 0

137 Views

هندوکش – کابل: د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ د درې اړخیز شل اوریزو لوبو لړۍ وروستۍ یا فاینل لوبه د مسلسل اورښت له کبله،بغیر له کوم توپ ترسره کېدو پرته مساوي پای ته ورسېده.
د دغه لوبو د ګټې امتیاز د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي ووېشل شو.
تمه ده نن افغان لوبغاړي هېواد ته راستون شي.
د دغه لوبو غوره لوبغاړی افغان ویکټ ساتوونکی ځوان اوپنر بیټسمین رحمن الله ګربز ونومول شو.
که څه هم چې نوموړي په لومړي ځل د افغانستان استازیتوب کوه،خو بیا هم تر فشار لاندې نه وه او په ډاډه زړه او ښې لوبې یې وکړې.نوموړي وویل خوښ دی چې په لومړي ځل په لومړۍ لوبه کې د سیریز غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کوي.
له دې وړاندې افغانستان په یواځینی ټېسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماته ورکړې وه.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments