د افغانستان امنیه قوماندانان د هیروینو په قاچاق کې لاس لري

comments 0

0 Views

د افغانستان له څلورو برخو یوه هغه تریاک او ترینه جوړ شوي هیروین د هغو سیمو پیداور دي چې د افغان ولکي تر کنټرول لاندی دي.
د افغانستان د بیاودانولو لپاره د امریکې د سرمفتش دفتر ( سیګار) په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې د مخدره توکو په کرکیله او قاچاق کې ډیری د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پوري تړلي هغه امنیه قوماندانان لاس لري کوم چې په ولسوالیو حاکم دي او د امریکې پر پیسو له اخیستل شویو وسلو او موټرو کار اخلي.
د امریکې دولت له ۲۰۰۱ کال راهیسي له افغانستان سره ۱۳۲ ملیارده ډالره مرسته کړي چې له دغې برخي ۹ ملیارده ډالر یي له مخدره توکو سره د مبارزي په برخه کې لګول شوي دي.
سیګار ویلي چې د افغانستان مخدره توکي نه یوازي دا چې په دغو پیسو کم کړای شوي نه دي بلکې د هغو لسګونو زرو امریکایانو د ژوند د تباهي لامل هم شوي چې هر کال د مخدره توکو د استعمال له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په رپوټ کې همدا راز راغلي، دافغانستان د پولیسو یو شمیر قوماندانان او د ولایتونو ملکی چارواکي د افغانستان په لویدیځ، سویل لویدیځ او شمالي ولایتونو کې د مخدره توکو په ترافیک کې لوی لاس لري.
د سیګار اداري مشر جان سپکو په دغه راپور کې ټینګار کړی چې د افغان حکومت تر ولکي لاندي سیمو کې د مخدره توکو کرکیله، کاروبار او ترافیک په درز کې روان دي او په دغه سوداګرۍ کې افغان چارواکي لوی او بربنډ لاس لري.
همدا راز ویل شوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندي سیمو کې په ۱۲۳۹۳۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي ول په داسي حال کې چې د افغان دولت تر ولکي لاندي سیمو کې هم کروندګر نه یوازي دا چې پریمانه کوکنار کري بلکې هغه پیسي هم بي ځایه لګول شوي چې د امریکې د دولت له لوري د مخدره توکو سره د مبارزي وزارت ته د تریاکو د نابودۍ لپاره ورکړل شوي وی.
ښاغلي سپکو اندیښنه څرګنده کړي چې د مخدره توکو په کاروبار کې د افغان چارواکو او پولیس مشران لاس درلودل ملک له تباهۍ سره مخامخ کوي او د افغان دولت بقا ګواښي.
افغان دولت تر اوسه په دې باب خپل رسمی بیان نه دی ورکړی.
سرچینه خبریال

Share this page to Telegram

Comments